سرپل ولايت د مرکز په ګډون اووه اداري واحدونه لري.د ولايت مرکز، بلخاب ، سنچارک ، ګوسفندي ، سوزمه قلعه ، صياد او کوهستانات يې له ولسواليو څخه دي .
١-د ولايت مرکز:
د ولايت مرکز د سرپل په نامه يادېږي، چې په تقريبي توګه د ټول ولايت ۱۶سلنه برخه جوړوي. د وړوکي ښار تر څنګ د مرکز شاوخوا کلي او بانډې ابادې دي. په مرکز کې په ټوليزه توګه ۱۴۸کلي اباد دي. د مرکز ډېری برخه ريګي او خاورينې غونډۍ دي. د سرپل په مرکز کې د نفتي ساحو شتون د دغه ولايت ارزښتمنه برخه جوړوي.
٢-سنچارک :
سنچارک ولسوالۍ د مرکز سوېل ختيځ لور ته پرته ده، چې ۹۷کلي پکې اباد دي.. د دغې ولسوالۍ ډېری برخه ناهموارې ځمکې او نيمه غرنۍ ساحې دي، په ځينو برخو کې يې مايلې خاورينې تپې هم شته دي، چې په باراني موسم کې د کر وړ هم کېږي.
٣-ګوسفندي :
ګوسفندي ولسوالۍ هم د سرپل د مرکز سوېل ختيځ لور ته پرته ده، چې ۸۵ کلي لري. دغه ولسوالۍ د خاورينو غونډيو د لرلو له امله للمي ځمکې ډېرې لري، چې په باراني کلونو کې ښه حاصل ورکوي. همداراز د ولسوالۍ ځينې برخې يې غرنۍ ساحې هم لري.
٤-بلخاب :
بلخاب ولسوالۍ د سرپل ولايت سوېل لور ته پرته ده، چې ډېری سيمې يې ريګي او خاورينې غونډې لري. بلخاب ولسوالۍ کې په ټوليزه توګه ۶۵ کلي اباد دي. د دغې ولسوالۍ ځينې برخې غرنۍ هم دي. هوارې برخې پکې شته دي؛ خو د حاصل ډېری برخه يې للمې ځمکې جوړوي. همداراز په بلخاب ولسوالۍ کې د مسو د کان شتون او د استخراج پيل د دغې ولسوالۍ د  اوسېدونکو پر ژوند مثبت اغېز کړی دی.
٥-صياد:
صياد ولسوالۍ د سرپل لوېديځ لور ته پرته ده،چې ډېری کرنيزې ځمکې لري. په صياد ولسوالۍ کې ۵۶ کلي اباد دي. دغه ولسوالۍ د کرنيزو ځمکو تر څنګ غرنۍ ساحې، نيمه هوارې سيمې او خاورينې غونډې هم لري. د کرنيزو ځمکو اوبه يې د ژمي د واورو له ويلي کېدو څخه تر لاسه کوي.
٦-سوزمه قلعه :
سوزمه قلعه ولسوالۍ د سرپل ختيځ لور ته پرته ده، چې ۷۰ کلي لري. دغه ولسوالۍ د کرنيزو ځمکو تر څنګ نيمه هوارې ځمکې او غرنۍ ساحې هم لري.
٧-کوهستانات :
کوهستانات ولسوالۍ د سرپل ختيځ لور ته پرته ده، چې د دغې ولسوالۍ له لرې پرتو سيمو څخه ده، چې په غرونو او درو کې يې ۷۲ کلي اباد دي. ډېرې ساحې يې غرنۍ دي؛ خو ځای ځای ريګي او خاورينې غونډۍ هم لري.