Kohistanat district falls as ALP commander defects

سرپل (پژواک، ۶ زمرى ۹۴): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ نيولې ده.
د سرپل امينه قوماندان پاسوال محمد اصف جبارخېل د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کوهستانو ولسوالۍ وسله والو طالبانو نيولې او د ولسوالۍ د امنيه قوماندان او ۱۷ ملي پوليسو په اړه يې معلومات نه لري.
د ده په وينا، دغه ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان د معاملې په صورت کې سقوط کړى او دغه قوماندان له خپلو ۷ ملګرو سره طالبانو ته تسليم شوى دى.
دی وايي‎، د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان فاروق له خپلو ملګرو سره د صياد ولسوالۍ د ميرزا ولنګ له لارې د مرکز پر لور را روان شوي دي.
جبارخېل دا ونه ويل چې ايا ټول سيمه ييز پوليس له سيمې راوتلي که څنګه؟ خو زياتوي چې له دغو پوليسو سره يو تن ټپي هم شته.
د سرپل د ولايتي شورا مشر محمدنور رحماني پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه ۹ بجې وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړ او سهار ۵ بجې يې ټوله ولسوالي ونيوه.
ده زياته کړه، تر دې مخکې چې ولسوالۍ په پوره ډول وسله وال طالبان ونيسي د سيمې خلکو چې د طالبانو پلوي ديو د دې ولسوالۍ ټول وسايل، اسلحې او مهمات چور کړي دي.
د ولايتي شورا غړي اسدالله خرم وويل چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان له خپلو ملګرو سره د صياد ولسوالۍ د ميرزا ولنګ له لارې د سرپل ولايت مرکز ته په لاره دى.
د هغه په وينا، ځينې کورنۍ چې د دولت پلوي دي، خوندي ځايونو ته تللي خو لا يې د برخليک په اړه کره معلومات نشته.
خرم وايي چې د سيمې او سيمه ييزو پوليسو ۲۰۰ تنه له وسله والو مخالفينو سره يو ځای شوي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم وايي چې وسلوالو طالبانو د سرپل د کوهستاناتو ولسوالي نيولې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.