سرپل ولايت د افغانستان په شمال زون کې واقع دى، چې پر ۱۳۶۷لمريز کال کې يې ، د جوزجان ولايت له ولسوالۍڅخه ولايت ته ارتقا وکړه. دغه ولايت  ۶ ولسوالۍ (کوهستانات، سوزمه قلعه، سنچارک، ګوسفندي، صياد او بلخاب) لري، چې د ولايت د مرکز (سرپل) په ګډون ۷ اداري واحدونه دي.
سرپل ولايت  د ختيځ د ۳۵درجو او ۳۰ دقيقو او د شمال د ۳۶درجو او ۱۳دقيقو تر منځ او د سوېل د ۶۶ درجو او ۳۰ دقيقو او ختيځ د ۶۵درجو او ۲ دقيقو تر منځ پروت دی.
دغه ولايت  د سمندر له سطحې څخه ۶۴۰ متره لوړ  دی.
د سرپل ولايت شمال لور ته جوزجان، ختيځ ته بلخ، سوېل ته يې غور او باميان او لوېديځ ته يې فارياب او سوېل ختيځ ته يې سمنګان ولايتونه پراته دي.
سرپل د هېواد له مرکز کابل څخه ۶۰۳ کيلومتره واټن لري. دغه ولايت د هېواد له درېيمه درجه ولايتونو څخه شمېرل کېږي. د جغرافيايي جوړښت له امله د هېواد غرييزه سيمه بلل کېږي، چې ۷۵ سلنه يې غرونه او پاتې يې هواره ده.
د سرپل مساحت ۱۶۳۸۵ کيلومتره مربع دی، چې پکې ازبک، پښتانه، تاجک، هزاره، بلوڅ، ايماق او د افغانستان ځينې نور قومونه مېشت دي. ۹۴ سلنه اوسېدونکي يې په کليو او بانډو کې او پاتې يې په ښار کې ژوند کوي.
سرپل د هېواد له هغو ولايتونو څخه شمېرل کېږي، چې ځمکنۍ زېرمې پکې ډېرې دي. د نفتو، او مسو معدنونه يې له مهمو ځمکنيو زېرمو څخه دي.
اداري واحدونه :
سرپل  د ولايت د مرکز په ګډون اووه اداري واحدونه لري:
د ولايت مرکز سرپل،سوزمه قلعه ، سنچارک ، صياد ، کوهستانات ، ګوسفندي  او بلخاب يې ولسوالۍ دي.
اقتصاد او سوداګري :
په دغه ولايت کې لا هم  اقتصادي او سوداګريزو چارو هغه ډول پرمختګ نه دی کړی، څومره چې اړينه ده.
لا هم د دغه ولايت د اوسېدونکو اقتصادي ستونزې د کر او کروندې له لارې حل کېږي او سوداګريزې چارې يې پخوانى کليوالي رنګ لري.
سرپل د شمال د لويې لارې يوې څنډې ته پروت ولايت دی، چې له دې امله يې هم د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ نه دی کړی.
د سرپل د ولايت مرکز بازار په څو وړو هټيو او مارکېټونو باندې ودان دی، چې د شمال د نورو ولايتونو او په ځانګړې توګه د مزارشريف ښار مصرفي ولايت بلل کېږي. په دغه ښار کې ډېری له کليو څخه د کرنيزو توکو خرڅلاو مهم اړخ دی.
خو په دې وروستيو کې هيله پيدا شوې، چې په دغه ولايت کې د نفتي موادو د کانونو د چارو له پيل سره به د دغه ولايت اقتصادي او سوداګريزې چارې هم ګړندۍ شي.
 
سيندونه او بندونه:
له سرپل ولايت څخه د تور او سپنين په نامه دوه سيندونو تېرېږي، چې له لارې يې کرنيزې ځمکې خړوبېږي.
په ژمي کې د دغو سيندونو اوبه يو څه ښې وي؛ خو په اوړي، که چې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره په کار وي، اوبه يې خورا کمې وي. له همدې امله هر کال د دغه ولايت کروندګر د خپلو ټولو کرنيزو ځمکو په کر باندې نه بريالي کېږي.
په سرپل ولايت کې د ځمکو د خړوب لپاره په قطريي سيستم باندې کار روان دی، که چېرې پلی شي؛ نو ممکن ددغه ولايت زياته بوره ځمکه  تر کر لاندې راشي.
 
کرنه:
 
سرپل ولايت که څه هم ځای ځای غرونه او خاورينې تپې لري؛ خو کرنيزې هوراې ځمکې هم پکې شته دي.
په دغه ولايت کې ۱۱۱۰۰۰هکتاره کرنيزه ځمکه ده، چې ۵۰۰۰۰ هکتاره يې ابي، ۶۰۰۰۰ هکتاره يې للمي او ۱۸۰۰۰هکتاره يې باغونه دي.
په دغه ولايت کې هم غنم  تر ټولو لومړی کښت دی، ورسره وربشې، جوار ، انګور، زغر، کنجد، خټکي او هندواڼې  هم کيږي .
د کرنې تر څنګ په دغه ولايت کې مالداري هم ډېره دود ده، چې د غويانو، پسونو او چرګانو د ساتنې له لارې پکې ډېری کليوال خپلې اقتصادي ستونزې حلوي.
 
ځمکنۍ زېرمې:
 
سرپل ولايت د هېواد په کچه  د ځمکنيو زېرمو په برخه کې د نفتي توکو او  کانونو په لرلو سره مهم ولايت شمېرل کېږي.
په دغه ولايت کې د شته   نفتي څاګانو ظرفيت ۲،۸ ميليونه مترمکعب اټکل شوی دی.
د دغه ولايت د نفتي توکو مشهورې څاګانې په لاندې ډول دي:
د انګوت نفتي کان، چې ۱۵ تفحصاتي استخراجي نقطې لري. قشقری د نفتو کان، چې د استخراج ۱۰ تفحصاتي نقطې لري، اق دريا نفتي کان، چې ۸ استخراجي تفحصاتي نقطي لري او بازار کمی نفتي کان، چې ۸ استخراجي تفحصاتي نقطي لري.
 
کولتور:
 
په سرپل ولايت کې د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله کولتوري او فرهنګي هڅې کمه رنګه ده.
که څه هم په سرپل ولايت کې د ملي راډيو تلويزون څانګه فعاله ده؛ خو د نورو رسنيو نمايندګي پکې د نشت برابر دي؛ خو يو شمېر سيمه ييزې رسنۍ او کولتوري ټولنې پکې فعاليت کوي.
په دغه ولايت کې د ملي راډيو د خپرونو ترڅنګ طلوع تلويزون، اريانا تلويزون او شمشاد تلويزون هم ليدل کېږي.
د دې تر څنګ پکې د راډيو بانو په نامه سيمه ييزه راډيو هم فعاليت کوي.
د راډيو تر څنګ پکې ځينې مهالنۍ خپرونې، لکه پيام شورا، سيمای زن، ايينه زن، امبير او سرپل په نامه خپرونې هم فعاليت کوي.
 
په دې ولايت کې يو شمېر فرهنګي ټولنې هم فعاليت لري او خپلې غونډې ترسره کوي.
چې د بېلګې په توګه  د کلبه سبز ټولنه، کهکشان ټولنه او قلم بنسټ يادونه کولی شو.
 
پوهنه :
 
د سرپل ولايت د پوهنې رياست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولايت کې ۳۸۰ ښوونځي فعاليت کوي، چې ۱۶۰زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي. په دغو زده کوونکو کې ۴۰ سلنه نجونې او پاتې هلکان دي.
په يادو ښوونځيو کې د اجير او قراردادي ښوونکو په ګډون ۳۵۰۰ ښوونکي په تدريس بوخت دي.
د ښوونځيو ترڅنګ ۱۸ ديني مدرسې، يو تربيه معلم، چې په پنځه ولسواليو کې څانګې هم لري، پنځه مسلکي ښوونځي( دوه د کرنې، يو د برېښنايي توکو د رغونې او د نفت و ګاز) هم فعال دي.
په سرپل ولايت کې د راه دانش په نامه يوه خصوصی لېسه هم فعاليت کوي.
همداراز په دغه ولايت کې له تېر کال څخه د تعليم او تربيه پوهنځي په فعاليدو سره د سرپل پوهنتون هم په فعاليت  پيل  کړى دى.
په وروستي کال کې د امير شېرعلي نوايي په نامه د يو خصوصي پوهنتون د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.
 
مشاهير:
 
ابومسلم خراساني، امام يحی، الفريخون، ابوعبيدجوزجاني، مولانا خديم، اسماعيل بلخي، منهاج السراج، قاري عظيم، سيف الدين نوري، سيد مير حسيني او...
 
لوبې :
 
سرپل ولايت لکه څنګه چې په تېرو لسو کلونو کې په نورو برخو کې له پرمختګ څخه پاتې شوی ، د لوبو په برخه کې يې هم د ياد وړ پرمختګ نه دی کړی.
په دغه ولايت کې د وزلوبې تر څنګ لا هم پخوانۍ کليوالي لوبې لکه: خوسۍ، بېډۍ، چارمغز بازي او... ډېرې عامې دي؛ خو سربېره پر دې پکې، فوټبال لوبه هم ډېره تر سره کېږي او د ولايت په مرکز کې يې  ځينې سپورټي کلپونه هم شته، لکه تکواندو او د بدن  ښکلا .