١- بانو راډيو:
بانو د سرپل يوه له فعالو راډيوګانو ده او خپرونې يې په ١٣٨٦ لمريز کال کې پيل کړې دي.
ياده راډيو د شفېع الله عزيزي له خوا تاسيس شوې، د سهار له شپږو بيا د شپې تر ١١ بجو خپرونې کوي او د پوښښ ساحه يې ٣٠ کيلومتره ده. ياده راډيو ١٢ کارکوونکي چې اته په کې ښځينه دي، لري او مسوول مدير يې شفيق الله حيدرى دى.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٧٩٠٩٠١٤
برېښناليک: [email protected]
 
٢- پيام شورا- مياشتنۍ:
پيام شورا مياشتينۍ د سرپل د ولايتي شورا له خوا په لومړي ځل په ١٣٩٠ لمريز کال کې چاپ شوه.
د دې خپرونې ټوکشمېر ٢٠٠٠ دى او له سرپل پرته په ګاونډيو ولايتونو کې هم وېشل کېږي.
ياده خپرونه د ملګرو ملتونو د يو اېن ډي پي ادارې له خوا تمويلېږي او همدا اوسمهال ٣ کسه کارکوونکي لري. د دې خپرونې مسووليت د معصومې رمضاني پر غاړه دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٤١١٥٥٦١  
برېښناليک: [email protected]
 
٣- سيماى زن مياشتينۍ:
دا مياشتينۍ هم د سرپل له فعالو خپرونو څخه ده، چې د دغه ولايت د ښځو چارو رياست له خوا په ١٣٨٥ لمريز کال کې تاسيس شوې، څلور کار کوونکي لري او مسوول مدير يې رويا سحر نومېږي.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٩٠٤٣٥٠٧
٤- د اينه زن خپرونه:
اينه زن خپرونه هم د دغه ولايت د ښځو چارو رياست له خوا خپرېږي، چې ٦ مېرمنې په کې کار کوي او مسوول مديره يې نسيمه ارزو ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۷۱۸۵۱۸
٥- امبيرخپرونه:
دا خپرونه د سرپل ښاروالۍ له خوا چاپېږي، ډېرى مطالب يې د ښاروالۍ فعاليتونو ته ځانګړي شوي، څلور کار کوونکي لري او مسوول مدير يې کمال الدين نومېږي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۱۰۴۶۶۲
٦- سرپل مجله:
سرپل مجله د سرپل ولايت مقام له خوا خپرېږي او خپرونې يې په ١٣٩١ لمريز کال کې، چې هغه مهال يې لس کارکوونکي لرل، پيل کړې دي. د دې خپرونې مسوول مدير انجنير مختار دى.