١-د انبير پرمختيايي ټولنه:
دغې ټولنې په ١٣٩٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى ، د وړتيا لوړولو پروګرامونه ترسره کوي،دغه ټولنه د سينما او تياتر په برخه کې هنري کارونه کوي، چې تر څنګ يې د کمپيوټر او انګلسي ژبې روزنيز پروګرامونه هم په لاره اچوي، مسوول يې اتيلا نوري دى .
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٣٧٧٩١٨٢
٢-د بهار کرنيزو او مالدارۍ توکو د پلورونکو ټولنه:
د بهار کرنيزو او مالدارۍ توکو د پلورونکو ټولنې په ١٣٨٩ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړ ى  ، د کرنې په برخه کې کار کوي او کروندګرو سره د مرستې زمينه برابروي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٦٥٠٩٨٥
٣-دسولې ټولنه :
نوموړې ټولنې په ١٣٩٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى، د پنير توليد او پروسس، د صابون جوړونې او د ورېښمو د پروسس په برخه کې فعاليت کوي، کارکوونکې يې مېرمنې دي او مسووله يې سيمين عظيمي ده
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٧٠٩١٩٤٥
٤-د علي ابن سينا ټولنه:
دغې ټولنې په ١٣٩٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى، د ښځو د وړتيا لوړولو، ښځو او ماشومانو ته په روغتيايي برخه کې د معلوماتو ورکولو پروګرامونه يې په لاره اچولي .
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٨٩٠٨٤٤٨٠
٥-د قلم ټولنيز بنسټ:
دغه بنسټ په ١٣٩٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى ، د ښځو د وړتيا لوړولو، ليک او لوست  او لاسي صنايعو په برخو کې کار کوي، مسووله يې معصمومه ميرزايي ده .
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٥٨٧٠٢٤٢
٦-د کلبه سبز ټولنه :
دغې ټولنې په ١٣٩٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى ، نوموړې ټولنه د ښځو د وړتياوو د لوړولو په برخه کې فعاليتونه کوي ، مسوول يې ليتان ارزګانی دى.
د اړيکې شمېره : ٠٨٩٩٣٧٨٨٦٣
٧-د کهکشان ټولنه:
نوموړې ټولنې په ١٣٩٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى، د چرګانو د روزنې په برخه کې کار کوي.
د اړيکې شمېره :٠٧٧٨٠٥٩٢٤