٥٩- مولوي حبيب الرحمن:
د سرپل انتخابى سناتور
 
الحاج مولوي حبيب الرحمن د محمد زوى په ١٣٤٧ لمريز کال کې د سرپل ولايت په کوهستانات ولسوالۍ کې زېږېدلى او د ديني علومو په برخه کې يې زده کړې کړې دي. نوموړي په ځينو ديني مدرسو کې د مدرس په توګه دنده ترسره کړې او د افغانستان د ا سلامي جمعيت غړى دى.
د اړيکو شمېرې: 0775301281-0787768412
 
٦٠- معصومه شاداب:
د سرپل انتخابي سناتوره
 
معصومه شاداب د سيف الله لور په ١٣٥٣ لمريز کال د سرپل د مرکز په چرمګرخانه کلي کې زېږېدلې، له دوولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته يې دوه کاله د ښوونکو د روزنې په برخه کې زده کړه کړې او اوسمهال د دعوت پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصله ده.نوموړې تر دې وړاندې د ښوونکې، د سرپل په کوار دفتر کې د ترېنرې او د سرپل ولايتي شورا د غړې په توګه کار کړى دى.
 
د اړيکو شمېرې:  0799483345 -0785059988