Add new comment

Govt servants in 3 Sar-i-Pul districts going without salaries

سرپل(پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د سرپل ولايت د دريو ولسواليو ځينو کارکوونکو له څو مياشتو راهيسې له ولسوالۍ د ولايت تر مرکزه د شته امنيتي ستونزو په سبب له کابلبانک نه  تنخوا نه ده اخيستې.
دا دولتي کارکوونکي په ګوسفندي، سانچارک او سوزمه کلا ولسواليو پورې اړه لري چې په يوه مسير کې پرتې دي، دوى وايي چې شاوخوا دوه کاله وړاندې په سانچارک کې د کابلبانک څانګه بنده شوه او له هغه وروسته بانک د کارکوونکو تنخواوې د ولسواليو مرکزونو ته لېږدولې او وېشلې.
خو دوى په خبره، له څو  مياشتو راهيسې بانک د مامورينو تنخواوې ولسوالۍ ته نه دې لېږدولې او دوى اړ دي چې د خپلو تنخوا اخيستلو لپاره د ولايت مرکز ته ولاړ شي او د بانک له څانګې خپله مياشتينۍ تنخوا واخلي.
خو د ګوسفندي ولسوالۍ يوه مامورحبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ولسواليو ګڼ شمېر دولتي کارکوونکي د لارې د نا امنۍ او د دولت د مخالفو وسله والو له وېرې نه شي کولى چې د بانک له کارت سره د ولايت مرکز ته لاړ شي.
هغه زياته کړه: ((له همدې امله هېڅوک هم د دې کار جرئت نه لري چې د کابلبانک له کارت سره له دې لارې تګ راتګ وکړي او خپله تنخوا واخلي.))
حبيب الله چې اووه زره افغانۍ تنخوا لري، وايي چې خپله ده هم له همدې وېرې له تېرو اوو مياشتو راهيسې تنخوا نه ده اخيستې، ځکه چې طالبان د همدې لارې په اوږدو کې موټر دروي او د دولت مامورين نيسي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په غويي مياشت کې د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ارشاد،  حج او اوقافو مدير، دوه قاضيان او درې د ملي پيوستون کارکوونکي د لارې په اوږدو کې د وسله والو مخالفينو له خوا وتښتول شول.
تښتوونکو يو قاضي او ارشاد مدير ووژل، د ملي پيوستون درې کارکوونکي يې خوشي کړل، خو د يوه قاضي برخليک لا هم ناڅرګند دى.
د سوزمه قلعه ولسوالۍ د محمد امين شهيد لېسې ښوونکي سيد بشير هم د دې لارې په اوږدو کې له شته نا امنيو شکايت وکړ او ويې ويل چې ګڼ شمېر دولتي کارکوونکي د نا امنۍ په سبب نه شي کولى چې د بانک له کارتونو سره د سرپل مرکز ته د تنخوا اخيستلو لپاره لاړ شي.
هغه وويل چې خپله يې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې تنخوا نه ده اخيستې، ځکه چې کابلبانک پخوا د دوى تنخواوې ولسوالۍ ته لېږدولې، خو اوس دا کار نه کوي.
د سانچارک ولسوالۍ اجرائيه مدير غلام علي محسني هم وويل چې ګڼ شمېر دولتي کارکوونکو چې ښوونکي او پوليس هم په کې دي، د لارې په اوږدو کې د امنيتي ستونزو او په ولسوالۍ کې د بانکي څانګې د نشتوالي په سبب تنخوا نه ده اخيستې.
د سانچارک د خواجه سرخ ښوونځي ښوونکې شهلا وويل چې دا خپله تنخوا د سرپل په مرکز کې له کابلبانک نه ترلاسه کوي، ځکه چې طالبان ښځې نه تلاشي کوي او هغه کولى شي چې خپل بانکي کارت له ځان سره ولېږدوي.
خو هغې زياته کړه چې مياشتينۍ تنخوا يې څلور زره افغانۍ ده او  د ولايت مرکز ته هر ځل تګ يې ١٥٠٠ افغانۍ لګښت لري، ځکه اړ ده چې يو محرم هم له ځان سره بوځي او دهغه کرايه او لګښت هم ورکړي.
د ولايتي مشر محمد نور رحماني هم د دې ستونزې پخلى وکړ او ويې ويل چې دا ستونزه يې څو ځلې له چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه نه ده حل شوې.
په سرپل کې د نوي کابلبانک څانګې مدير فيروز احمدي وويل چې د دوى د ولسواليو څانګې له د افغانستان بانک سره د کابل بانک د يو ځاى کېدو وروسته بندې شوې دي.
هغه وويل چې د څانګو له بندېدو وروسته دوى د مامورينو د تنخوا پيسې يادو ولسواليو ته لېږدولې او د ولسوالۍ په مرکز کې يې وېشلې.
د "کابل بانک" خصوصي بانک د ١٣٨٩ لمريز کال په تله مياشت کې له اقتصادي بحران سره مخ شو او مرکزي بانک اعلان وکړ چې له دې بانک نه ٩٠٠ ميليونه ډالر په غير قانوني ډول اېستل شوي او وروسته له دې به ددې بانک تر ملاتړ لاندې تر (نوى کابلبانک) نامه لاندې فعاليت ولري.
په سرپل کې د نوي کابلبانک د څانګې مدير وويل چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې دې ولسواليو ته د تنخوا پيسې نه دي ليږدول شوې، خو د امنيتي ځواکونو د اړينې همکارۍ په صورت کې بانک حاضردى چې دا پيسې ولسواليو ته ولېږدوي.
نوموړي په دې اړه چې ځينو دولتي کارکوونکو په دې ولسواليو له تېرو اوو مياشتو تنخوا نه ده اخيستې، وويل چې امکان لري ځينې مامورينو له درېيو مياشتو زياته نتخوا نه وي اخيستې، ځکه چې ولسواليو ته د پيسو د لېږد او وېش پرمهال به ټول کارکوونکي حاضر نه وو.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپل لپاره نوى ټاکل شوى امنيه قوماندان پاسوال محمد قيوم باقى زوى وايي چې ټول دولتي کارکوونکي کولى شي چې له کومې اندېښنې پرته له ولسواليو د ولايت مرکز ته سفر وکړي.
هغه زياتوي چې د خلکو د اندېښنو لرې کولو او غوره امنيت نيولو لپاره به ډېر ژر د لارو د امنيت لپاره سيمه ييزو پوليس وګوماري.
د نوموړي په خبره، که چېرته اړتيا وليدل شي نو امنيتي ځواکونه چمتو دي چې د دولتي کارکوونکو د خونديتوب لپاره ددې لارې په اوږدو کې اقدامات وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.