سرپل (پژواک، ٣٠ زمری ٩٨): په سرپل ولایت کې د امنیتي ستونزو له امله د رایې اچونې له ټولو ۱۴۹ مرکزونو څخه په ۸۱ مرکزونو کې ټاکنې نه ترسره کېږي.
په سرپل ولایت کې د ټاکنو کمېسیون رییس مرتضی عالمي زاده نن په یوه خبرې ناسته کې د دغه مطلب ترڅنګ وویل چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې هم په دغه ولایت کې د رایې ورکونې له ټولو ۱۴۹ مرکزونو څخه په ۷۱ مرکزونو کې ټاکنې ترسره شوې وې.
خو عالمي زاده په ټینګار سره وویل چې د ټاکنو د روڼتیا لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د سرپل د امنیې قوماندنۍ د امنیت امر عبدالصبور وویل، پولیس د ټاکنو لپاره د ښه امنیت ساتنې هڅه کوي.
د عالمي زاده د معلوماتو له مخې، په سرپل کې له ۱۳۹ زرو څخه ډېرو کسانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده. په هېواد کې د رایې ورکونې په ځینو نورو مرکزونو کې هم د ناامنۍ له امله د ولسمشرۍ ټاکنو د نه ترسره کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ټولو هېواد کې به شاوخوا ۹.۶ میلیون کسانو د رایې ورکونې په ۵۳۷۳ مرکزونو او ۲۹۵۸۶ محلونو کې رایې ورکړي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.