Election runner kidnapped in Sar-i-Pul

 
سرپل (پژواک ١١ ورى ٩٣): د حسين نظري په نوم د سرپل ولايتي شورا يو کانديد د وسله والو مخالفينو له خوا وتښتول شو.
د سرپل والي عبدالجبارحقبين وايي، چې دغه کانديد له سوزمه قلعه ولسوالۍ څخه په يوه مسافر وړونکي  سراچه موټر کې د سرپل مرکز ته پر لاره و، چې تېر ماښام د وسله والو طالبانو له خوا په لاره کې له موټر ښکته او وتښتول شو.
حقبين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو د بلخاب ولسوالۍ اړوند د  ولايتي شورا دغه خپلواک نوماند نامعلوم ځاى ته لېږدولى، خو د خوشي کولو لپاره يې د عالمانو او ځايي سپين ږيرو هڅې روانې دي.
والي زياته کړه، چې که دا هڅې پايله ورنه کړي، نو امنيتي ځواکونه به عمليات پيل کړي.
هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو څلور نور مسافر هم له ياد کانديد سره له موټر ښکته کړي، چې  تر اوسه لا درکه دي.
د سرپل ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس عبدالرحمن فريد د دې پېښې په اړه اندېښنه ښودلې او له چارواکو يې د دښتول شوي د خلاصون غوښتنه کړې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.