هرات ښار (پژواک ٢٦ سلواغه ٩١): د هرات والي په کابل کې د هرات د ولايتي شورا د مشر ټاکنه د ځان پر وړاندې کودتا بللې او ردوي يې.
د هرات والي ډاکټر داود شاه صبا تېره ورځ ناوخته پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ټاکنه د ده لپاره د منلو وړ نه ده او بايد دغه ټاکنې د هرات د ولايتي شورا د غړو په منځ کې په رڼه توګه ترسره شي.
د هغه په وينا، له سيمه ييزو ارګانونو څخه يو مکتوب ورته راغلى، چې د هرات د ولايتي شورا د ۱۲ غړو ترمنځ د ټاکنو په پايله کې د شورا غړى سيد وحيد قتالي د مشر په توګه ټاکل شوى دى.