کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي وايي، په ټاکنو کې ولس خپله دنده ترسره کړې، خو د ټاکنو کمېسيون بايد د رايو په شمېرلو او اعلان کې له روڼوالي څخه کار واخلي.
نوموړي نن ناوخته په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې ولس خپله وجيبه ترسره کړه، خو اوس د ټاکنو خپلواک کمېسيون دنده ده، چې رايې وشمېري او بيا يې په شفاف ډول ولس ته اعلان کړي.