کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو د رايې ورکولو پر مهال په يو شمېر مرکزونو کې رايه اچوونکي شکايت کوي، چې له ګوتو يې رنګ پاکېږي.
د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د پژواک خبري اژانس خبريال وايي، چې د دې ولسوالۍ د ملنګ کلي په لوى جومات کې د رايې اچونې په مرکز کې خلک د رنګ له پاکېدو شکايت لري.
د دې سيمې يوه اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل، کله يې چې رايه ورکړه او بيا يې رنګ کړې ګوتې پر اوبو ومينځله، نو پاکه شوه.
د پژواک خبريال زياتوي، همدا اوسمهال (د سهار نهه بجې او شل دقيقې) په خپله ويني، چې د رايې ورکوونکو له ګوتو رنګ پاکېږي.