جلال اباد (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې د نورستان پر کامدېش ولسوالۍ يې د وسله والو مخالفينو ډله ييز بريد يې پر شاتمبولى او په نښتو کې لسګونو وسله والو او يو شمېر عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نورستان د والي وياند موسى شامي د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پرون راهيسې په کامدېش ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
هغه زياته کړه چې د شپې په نهو بجو هوايي ځواک هم په سيمه کې د امنيتي ځواکونو مرستې ته ور رسېدلي او هوايي بريدونه يې کړي دي.