"بهرني استخبارات د نورستان يوې قومي شخړې ته لمن وهي"

جلال اباد(پژواک، ۱۸ کب ۹۳):د نورستان سرپرست والي وايي چې بهرني استخبارات د کامدېش او کُشتوز له قومي دښمنۍ ګټه اخلي او حکومت بايد دا شخړه د باصلاحيته جرګې له لارې حل کړي.
د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ د کامدېش او دغلته د يوه ستر کلي " کُشتوز " د اوسېدونکو تر منځ ۱۶ کال مخکې د اوبو پر سر قومي دښمني پيل شوې او تراوسه هم دوام لري.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقيوم له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې تراوسه د دې قومي شخړې په ترڅ کې د دواړو خواوو ۴۰۰ کسان وژل شوي، ۱۵۰ تنه د ماينونو په چاودنو کې معيبوب شوي او د کُشتور د سميې خلک له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي.))
هغه زياته کړه : (( د دې قومي شخړې په هماغو لومړيو ورځو کې د کامدېش خلکو د کُشتوز کلي ته چې ۵۰۰ کورونه په کې وو، اور ورته کړ او ټول کلی يې وسوځاوه، اوس دا خلک د نورستان په بېلابېلو سيمو کې مېشت دي، خو د اندېښنې مسله دا ده چې بهرني استخبارات دې قومي شخړې ته لمن وهي او له جګړې يې ګټه اخلي.))
 حافظ عبدالقيوم د بهرنيو استخباراتو له لوري دې قومي جګړې ته د لمن وهلو د څرنګوالي په اړه ډېر څه ونه ويل خو يادونه يې وکړه چې حکومت بايد د يادې مسلې د حل لپاره پلاوی راولېږي.
ده زياته کړه: (( موده مخکې مې له ولسمشر سره د ويډيويي کنفرانس له لارې دا مسله شريکه کړه او د پلاوي د رالېږلو غوښتنه مې وکړه، د پلاوي تر څنګ حکومت بايد په کامدېش کې پراخ عمليات وکړي څو موږ د کُشتوز خلک بېرته خپلو سيمو ته انتقال کړو.))
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ چې تر ډېره د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده، د چارواکو په وينا د "کُشتوز" سيمې ته حکومتي مامورين او چارواکي تګ راتګ نه کوي.
دغه راز د نورستان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې قومونو تر منځ د سولې کولو جرګه ګۍ شوې، خو تراوسه يې پايله نه ده لرلې.
امنيه قوماندان وايي: (( دا خو د ۱۶ کلونو دښمني ده، دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، جرګه ګۍ په کې شوي کله يوې خوا او کله بلې خوا پرېکړې نه دي منلې، اوس والي صيب هځې پيل کړي چې حل لاره ورته پيدا کړي.))
نوموړي د دې هڅو د څرنګوالي په تړاو څه ونه ويل.
د نورستان ولايت قومي مشر او د ولايتي شورا غړي مولوي عمر فاروق پژواک اژانس ته وويل چې حکومت بايد د دې شخړې د حل لپاره نورستان ولايت ته پلاوی ور ولېږي.
فاروق يادونه وکړه: (( د دې شخړې لپاره په ننګرهار کې دوه درې جرګې شوي، خو دا د حل لاره نه ده چې بل ولايت کې ورته غونډې ونيول شي، حکومت دې نورستان ته باصلاحته پلاوی راولېږي او دلته دې ښکيل قومونه خبرو ته سره راټول کړي.))
هغه يادونه وکړه چې دوی په سيمه ييزه کچه د ولايت له مقام سره هم په دې تړاو هڅې پيل کړي چې ښکيلې غاړې خبرو ته سره کينوي، خو د ښې پايلې لپاره يې د مرکزي دولت د پلاوي پر ورتګ ټينګار وکړ.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د کامدېش او کُشتوز  قومونو د مشرانو نظر واخلي، خو له هغوى سره اړيکه ټينګه نه شوه.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.