Nuristan PC members accused of absenteeism

جلال اباد (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۴): د نورستان سرپرست والي وايي چې د ولايتي شورا دوه وکيلان يې د شورا له پيله تر اوسه دندو ته نه دي حاضر شوي او څلور نور هم ډېر کم حاضر وي.
د نورستان ولايتي شورا ټول نهه غړي لري چې د چارواکو په وينا، دوه غړي يې په کابل کې اوسېږي او تر اوسه نورستان ولايت ته د دندې لپاره نه دي ورغلي.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د ولايتي شورا له نهو غړو دوه يې کابل کې اوسي، د شورا تر پيل وروسته بيا نورستان ته نه دي راغلي. څلور نور غړي يې هم وخت ناوخت غير حاضري کوي.))
سرپرست والي زياته کړه، غواړي چې ياده مسئله د سيمه ييزو ارګانونو له خپلواکې اداره سره شريک کړي څو دې ستونزې ته حل لاره پيدا شي.
حافظ عبدالقيوم د ولايتي شورا "د کابل مېشتو غړو" نومونه افشا نه کړل.
بلخوا د نورستان د ولايتي شورا رييس انجنير سعدالله پژواک اژانس ته وويل: ((په کابل کې زموږ دوه غړي اوسېږي، يو يې هلته د نورستان د يوه کاري کمېسيون لپاره موږ ټاکلی چې وخت ناوخت دندې ته هم راځي او بل وکيلان له والي صېب سره د شخصي مشکل لري نو ځکه نورستان ته نه راځي.))
د ولايتي شورا رييس زياتوي چې د شورا دغو وکيلانو ته معاش نه ورکوي او له دوی سره غير حاضر دي.
د نوموړي په خبره: ((د ولايتي شورا پاتې اووه غړي همېشه په مرکز پارون کې وي، تاسو ته معلومه ده چې نورستان غرنيزه سيمې لري نو کله کله ځيني وکيلان لرو پرتو سيمو ته ځي او د خلکو د ستونزو اورېدو لپاره څو ورځې له هغوی سره پاتې کېږي.))
د ولايتي شورا رييس د خبرو پر مهال د خپلو لاسته راوړنو يادونه هم وکړه: ((موږ د پوهنې، صحت او انکشافي پروژو په برخه کې ښه نظارت کړی او د ډېرو ستونزو مخه مو نيولې ده، قومي شخړې او مشکلات مو هم حل کړي دي.))
د نورستان ولايت اوسېدونکی انجنير اجمل د نورستان د ولايتي شورا ستاينه وکړه چې په خبره يې د تېرې ولايتي شورا په پرتله يې چارې ښې دي.
اجمل پژواک اژانس ته وويل: ((د ولايتي شورا د غړو د غير حاضرۍ په اړه خبر نه لرم، ولې دا ويلی شم چې د شورا يو شمېر وکيلان لرو پرتو سيمو ته ځي او د خلکو ستونزې اوري.))
د هغه په خبره، د شورا غړو د نظارت په برخه کې هم هلې ځلې کړې او دوی هيله لري چې خپلو چارو ته دوام ورکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.