ولايتي شورا: داعش په نورستان کې د پوځي مرکز پر جوړلو بوخت دي

جلال اباد (پژواک، ۱۴ زمری ۹۴): د نورستان د ولايتي شورا رييس وايي چې داعش وسله وال د منډول په ولسوالۍ کې د يوه ستر پوځي مرکز پر جوړولو لګيا دي، خو امنيې قوماندانۍ په دې اړه د څېړنو کولو يادونه کوي.
منډول د نورستان په لوېديځه څنډه کې پرته ولسوالي ده چې د مرکز پارون په ګډون پنجشېر او بدخشان ولايتونو ته د تګ راتګ اسانې لارې لري.
په بدخشان ولايت کې تر نا امنيو او د وسله والو له ډله ييزو بريدونو وروسته ځايي چارواکي فکر کوي چې ګني وسله وال د منځنۍ اسيا د نا امنه کولو په هوډ غواړي دلته خپل نفوذ او حضور ډېر کړي.
د نورستان د ولايتي شورا رييس انجينر سعدالله پاينده زوی د زمري په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په څلورو ولسواليو کې داعش ډلې فعاليتونه پيل کړي او غواړي په منډول کې خپل جنګي مرکز وټاکي.
پاينده زوی زياته کړه: ((د داعش ډلې غړي له پاکستانه د ننګرهار په لارو نورستان ته راځي او منډول ولسوالۍ ته ځانونه رسوي، دغه ولسوالي د حکومت له ولکې وتلې او د داعش له لوري په کې د نفوذ لپاره ممکنه هڅې ستونزمنې نه دي.))
د ننګرهار په شينوارو ولسواليو کې د داعش وسله والو حضور شته چې حکومت او ناټو يې د له منځه وړو په هدف د بې پيلوټه الوتکو هوايي بريدونه ډېر کړي، خو ځايي ادارو تر اوسه د دغه ولايت له لارو نورو ولايتونو ته د داعش د تګ راتګ په اړه څه نه دي ويلي.
خو د نورستان د ولايتي شورا رييس وايي چې پر منډول سربېره په وايګل، کامدېش او برګمټال ولسواليو کې هم د داعش ډله د پلويانو د موندلو په لټه لګيا ده او د ده په خبره ورځ تر بلې يې نفود ډېرېږي.
بلخوا د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضايي په دغه ولايت کې د داعش د شتون رپوټونه نه ردوي، خو يادونه کوي چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
ضايي وايي: ((نورستان کې د داعش د شتون په اړه رپوټه شته، زه د ولايتي شورا د رييس خبره نه ردوم او نه يې تاييدوم، په وايګل ولسوالۍ کې يوه ډله ليدل شوې، چې له طالبانو سره مخالف نظر لري او نښتې يې هم کړې، خو لا مطمين نه يم چې داعش به وي.))
د نورستان امنيې قوماندان وويل چې د منډول ولسوالۍ له کلونو راهيسې د بېلابېلو لاملونو په وجه غير فعاله ده او چارې يې له دواب ولسوالۍ تنظمېږي.
د نورستان يوه اوسېدونکي عبيدالله پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې د وسله والو نفوذ شته چې له امله يې خلک اندېښمن دي خو د داعش په پيدا کېدو به ستونزې نورې هم ډېرې شي.
خبريال ذبيح الله غازي چې په ختيځ کې د نورستان او کونړ مسايل له نږدې څاري پژواک اژانس ته وويل چې د نورستان چارواکو ورته د داعش د فعالتونو خبر تاييد کړی دى.
غازي وايي: ((ويل کېږي چې داعش ډله سلفي مذهبه ده، په نورستان او کونړ کې هم سلفي مذهبه ډېر دي، نو که رښتيا هم هلته د داعش د نفوذ لپاره هڅې کېږي ښايي د ننګرهار بر خلاف په نورستان کې ډېر پلويان پيدا کړي.))
له دې ټولو سره سره د نورستان د ولايتي شورا رييس غوښتنه وکړه چې حکومت بايد په دغه ولايت کې د داعش د ممکنه نفوذ له ډېرېدو مخکې پراخ پوځي عمليات ترسره کړي.
په نورستان کې د داعش د پيدا کېدو ګونګسې په داسې حال کې دي چې له تېرو شاوخوا پنځو مياشتو راهيسې د ختيځې سيمې په يو بل ولايت ننګرهار کې داعش وسله والو د خپل نفوذ او حضور په موخه له ځايي طالبانو سره جګړې پيل کړې دي.
چارواکي وايي، د وسله والو ترمنځ په دې خپلمنځي جګړو کې له دواړو لورو سلګونه کسان وژل شوي او ورسره هم مهاله پر دغو ډلو په دې وروستيو کې بهرنيو پوځيانو هوايي بريدونه ډېر کړي دي.
داعش ډلې او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.