در کامديش ٥٠ تن به شمول افراد ملکى کشته و مجروح گرديده اند

جلال اباد (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې د نورستان پر کامدېش ولسوالۍ يې د وسله والو مخالفينو ډله ييز بريد يې پر شاتمبولى او په نښتو کې لسګونو وسله والو او يو شمېر عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نورستان د والي وياند موسى شامي د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پرون  راهيسې په کامدېش ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
هغه زياته کړه چې د شپې په نهو بجو هوايي ځواک هم په سيمه کې د امنيتي ځواکونو مرستې ته ور رسېدلي  او هوايي بريدونه يې کړي  دي.
نوموړي وويل چې په دې جګړه کې ١٥ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ژوبل دي او يو شمېر ملکي وګړي هم ټپيان شوي، خو کره شمېر يې ونه ښود.
د والي وياند وايي چې نن سهار هم په سيمه کې هوايي بريدونه شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي چې د کامدېش په جګړه کې يې هوايي ځواک بريدونه کړي چې په پايله کې يې ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ياد قول اردو په دې جګړه کې د عامو وګړو او دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه ‌څه نه دي ويلي.
خو د نورستان د ولايتي شورا رييس انجنير سعدالله پاينده زوى پژواک اژانس ته وويل چې پرون وسله والو مخالفينو له پنځو لورو پر کامدېش ولسوالۍ بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه چې د دغو بريدونو پر مهال درى افغان سرتېري او يو عام وګړى وژل شوي او ١٣ نور کسان ټپيان دي چې ډېرى يې عام وګړي او يو شمېر يې پوليس دي.
د نوموړي په وينا، په دې جګړو کې ګڼو وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده چې په کې بهرنيان هم شامل دي.
د ولايتي شورا رييس وويل چې د کامدېش لاره له څو کلونو راهيسې بنده ده او په دې ولسوالۍ کې مېشتو ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کېدل.
پاينده زوى له مرکزه وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو شمېر زيات او دلته جدي عمليات ترسره کړي.
خو طالبان بيا ګڼو دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغو عملياتو کې يې ٢١ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه دا هم ويلي چې په ياده جګړه دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.