د نورستان ولايتي شورا: په ډېرو پروژو کې مو د فساد مخه نيولې

جلال اباد (پژواک، ٨ چنګاښ ۹۴): د نورستان ولايتي شورا رييس وايي، په پرمختيايي پروژو کې يې د ميليونو افغانيو د فساد پر مخنيوي سربېره د غېرقانوني پروژو د تطبيق مخه نيولې.
د نورستان د پوهنې په رياست کې د درغليو په تور د يو شمېر مامورينو نيول او د جرګو له لارې د څو قومي ستونزو حل د دې شورا نورې لاسته راوړنې بلل کېږي.
د يادې شورا رييس انجنير سعيدالله نورستاني پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې وويل، چې په نورستان کې يې پر کارونو د څار له امله لسګونه پروژو کې د فساد مخينوی کړی دی.
د ولايتي شورا رييس وايي: ((موږ په يو شمېر پروژو د څار او څېړنو له امله د ميليونو افغانيو د اختلاس موارد پيدا کړي او د دې فساد مخنيوی مو کړی.))
هغه د منډول او دواب ولسواليو تر منځ د ۲۱ کيلومټره سړک د جوړولو چارو ته اشاره وکړه ويې ويل: ((د دې سړک قرارداد څلورم لاس ته وړکړل شوی وو، موږ پروژه وځنډوله بېرته مو دويم لاس ته راټيټه کړه، پخوا پر دغه سړک ۲۳۶ ميليونه افغانۍ لګښت راتلو اوس يې ټول لګښت ۱۷۰ ميليونه افغانی دی.))
نورستاني زياتوي: ((د واما په ولسوالۍ کې د ارچڼو په اوه نيم کيلومټر سړک کې اختلاس شوی و او د نقشې پر خلاف جوړېده، موږ يې چارې ودرولې او بېرته مو پرې اصلي نقشه تطبيق کړه.))
د ياد سړک د جوړېدو چارې اوس هم روانې دي.
ده يادونه وکړه، يو شمېر نور کليوال سړکونه د ځايي خلکو له لوري نه پرېښودل کېدل، چې د ولايتي شورا غړو د سيمو خلکو سره د جرګو له لارې دا ستونزه هواره کړه.
د سعيدالله نورستاني په وينا: ((موږ د دغو سيمو له خلکو سره د سړکونو پر ارزښت خبرې وکړې، هغوی پوه شول چې سړک ورته ارزښت لري.))
د ولايتي شورا رييس په خبره چې له څه مودې راهيسې يې د نورګرام په ولسوالۍ کې د پېشګل – اوشام سړک د جوړېدو چارې په ټپه درولي دي.
دی وايي: ((دا سړک د نقشې مطابق نه دی، موږ يې ځکه چارې ځنډولې، له اړوندو ادارو سره مو خبرې پيل کړې تر اصلاحاتو وروسته به يې چارې بېرته پيل شي.))
نورستاني له پژواک سره د دې مرکې پر مهال وويل: ((پوهنې ته مو توجو له اوله ډېره ده، موږ څه موده مخکې د نورګرام ولسوالۍ د پوهنې امر د جعلکارۍ له امله څارنوالۍ ته معرفی کړ. هغه يو شمېر کسان مستقيما په ۱۲ ټولګي کې شاملول او له حاضرۍ پرته يې ازموينه کې تر شامېليدو وروسته فارغول.))
د ده په ټکو د کامدېش ولسوالۍ د پوهنې امر بيا د استادانو په معاشونو کې اختلاس کاوه چې هغه هم څارنوالۍ ته معرفی شوی دی.
رييس د نورستان په معارف کې ستونزه ته اشاره وکړه:((دلته۸۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري،ښوونکي مسلکي نه دي او د تدريس کيفيت ډېر ټيټ دی، موږ پر دې مسئله کار پيل کړی څو اصلاحات راشي.))
نوموړي په دې مرکه کې د قومي ستونزو د حل يادونه وکړه ويې ويل چې په لسګونه داسې قومي مشکلات يې حل کړی،چې وسله والو نښتو ته کابو شوي وو.
د ولايتي شورا رييس وويل، په مرکز پارون کې يوه کس چې د کونړاوسېدونکی وو ځمکه پېرلې وه، په دې مسئله قومي مشکلات رامنځ ته شوي وو.
د نوموړي په وينا  په دې مسئله کې يې جرګې وکړې او د ده په ټکو د ممکنه وسله والې نښتې مخه ونيول شوه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.