د نورستان ولايتي شورا ته ټولې نوې څېرې بريالۍ شوې دي

جلال اباد ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : د نورستان ولايتي شورا ته له پخوانۍ ولايتي شورا څخه هېڅ کوم وکيل لاره نه ده پېدا کړې ، بريالي شوي کسان ټول نوي دي او د دغه ولايت اوسېدونکي ترې د ښو کارونوتمه لري.

په يادو نوماندانو کې يې خليل الله ، عبداللطيف نهضت يار ،محمد ظاهر نورستانى ،سعيد الله پاينده زى ،مولوي زينت الله وفا ، الحاج خوشحال اتيکان ، مولوي عمرفاروق قانوني ، بي بي عطيفه نورستانۍ او بي بي زينب په ترتيب سره رايې اخيستي او بريالي شوي دي.

د نورستان د ولايتي شورا پخوانى رييس عنايت الرحمن مذهبيار د لړم په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټول هېواد په پرتله په نورستان کې تر ټولو زياته درغلي شوې ده.

نوموړي زياته کړه: (( کاميابو او ناکامو نوماندانو ټولو درغلۍ کړي، خو څوک په درغلۍ کې ناکام شوي او څوک په درغلۍ کې کامياب شوي دي.))

دى وايي ، که څه هم نورستان د هېواد يو غرنى ولايت دى او ياد ولايت ته مرکزي دولت پام نه کوي، خو بايد نوې ولايتي شورا تر خپل اخري بريده هڅه وکړي ، تر څو د دغه ولايت ولايتي ادارې له چارو ښه څارنه وکړي او د خپلو روابطو په اساس دغه ولايت ته پرمختيايي پروژې راوړي او خپل ولس ته کار وکړي.

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکي رفيق الله پژواک اژانس ته وويل چې په نورستان ولايت کې تېره ولايتي شورا يواځې په نوم وه او ډېرى وکيلان يې په ننګرهار او کابل کې استوګن وو.

دى وايي چې نوې ولايتي شورا ته ټول نوي وکيلان راغلي او که چېرې دوى غواړي په راتلونکي کې بيا هم وکيلان پاتې شي ، نو ولس ته دې کار وکړي او بايد په نورستان کې د ولسونو ستونزې حل کړي.

هغه زياته کړه: (( موږ به په هغه وکيل څه وکړو چې په خپله په کابل او يا ننګرهار کې اوسي، موږ ته هغه وکيل په کار دى چې همدلته موږ سره پاتې شي او کار راته وکړي.))

د ده په خبره، د نوې ولايتي شورا غړو ته يو څه هيله من دي چې ښايي کار به وکړي.

د نورستان ولايتي شورا ته بريالي نوماند خوشحال اتيکان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى به هڅه کوي تر څو خپل ولس ته خدمت وکړي.

ده زياته کړه ، تېره ولايتي شورا که هر ډول وه خو دوى به کوښښ کوي چې د ولس او حکومت تر منځ رامنځته شوى واټن کم کړي او خپل ولس ته کار وکړي.

هغه وايي : ((موږ خو د خدمت په موخه ټاکنو ته درېدلي يو او دا چې بريالي شوو خدمت به کوو هدف مو يواځې خدمت دى.))

دى هم مني چې د نورستان ولايتي شورا ته بريالي شوي نوماندان ټول نوي اشخاص دي او ټول به په شريکه هڅه کوي چې د ولسونو ستونزې هوارې کړي.

د ولايتي شورا پخواني غړي امان الله عنايت الرحمن پژواک اژانس ته وويل چې دوى تر خپله وسه هڅه کړې چې ولس ته کار وکړي.

نوموړي وويل چې د خپل مسووليت او صلاحيت په چوکاټ کې يې کار کړى او دا چې ځينو خلکو نه دى کړى د هغوى په اړه دى څه نه شي ويلى.

ياده دې وي چې نورستان د هېواد په ختيځ کې پروت هغه غرنى ولايت دى چې ډېرى اوسېدونکو يې پخوا هم شکايتونه کول چې د ولايتي شورا وکيلان يې په ننګرهار او يا هم کابل کې اوسيږي او په مياشتو مياشتو هم نورستان ته نه راځي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.