کندوز (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٣): د کندوز والي په دغه ولايت کې د "داعش" ډلې د لسګونو غړو د شتون خبر ورکوي او وايي اړينه ده چې سر له اوسه د دې ډلې د فعاليتونو مخينوى وشي.
محمدعمر صافي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې همدا اوس په داعش پورې اړوند شاوخوا ٧٠ کسان په دشت ارچي او چهار درې ولسواليو کې فعاليت لري.
د کندوز والي وايي چې دشت ارچي ولسوالۍ د تخار، بغلان ، بدخشان او فارياب ولايتونو لپاره د طالبانو، جندالله او "داعش" ډلو روزنيز، جنګي او ښوونيز مرکز دى.