کندوز (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): جرمني اعلان کړى، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته به هم د دې هېواد ٨٠٠ پوځيان په افغانستان کې پاتې شي او د وتونکو سرتېرو ټول تجهيزات او تاسيسات به افغان ځواکونو ته وسپاري.
ټاکل شوې، چې الماني ځواکونه د ٢٠١٣ کال په وروستيو کې کندوز ولايت پرېږدي، خو د دې هېواد مرستې به روانې وي.