دو انتحارى مظنون در کندز کشته شد

 
کندوز-تالقان (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې دوه تنه شکمن ځانمرګي هدف ته تر رسېدو مخکې  وژل شول .
د دشت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د تخار ولايت د دشت ارچي او خواجه غار ولسواليو تر منځ پر پوله د سبقدوق په سيمه کې رامنځ ته شوه.
هغه زياته کړه، دوو موټرسايکل سپرو، چې له دوى څخه يې يوه چاودېدونکى واسکټ هم درلود، د خواجه غار ولسوالۍ لوري ته د حرکت په حال کې وو او غوښتل يې چې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان داوود د فاتحې په مراسمو کې، چې پرون يې د ماين چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، ځان والوځوي.
خو ولسوال زياته کړه، چې د وسله والو له ډلې د يوه واسکټ پر دوى وچاودېد او په پايله کې يې دواړه ووژل شول.
شيخ صدر الدين وويل: "دغه دواړه کسان وروڼه وو او که چېرې دوى دواړو خپل هدف ته ځانونه رسولي واى، نو لويه مرګ ژوبله به رامنځ ته شوې وه."
د دشت ارچي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد طاهر وويل ، چې يادو دو تنو غوښتل، چې نن خپل ځانونه د قوماندان داوود د فاتحې په مراسمو کې والوځوي، خو بريالي نه شول.
دا په داسې حال کې ده، چې محمد داوود تېر ماښام په يوه چاودنه کې، چې د خواجه غار ولسوالۍ په زرکمر سيمه کې رامنځ ته شوه، خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د تخار امنيه قوماندان عبدالخليل اسير پژواک ته وويل، چې دغه چاودنه د وسله والو مخالفينو له لوري تر يوه پولګوټي لاندې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله رامنځ ته شوې ده.
خو د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې چاودنه کې د داوود او حضر په نومونو دوه سيمه ييز قوماندانان او پنځه پوليس وژل شوي او د هغوى رينجر موټر هم له منځه تللى دى. 
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو تېر ماښام د دشت ارچي ولسوالۍ په تيموريانو سيمه کې د اربکيانو پر ګزمه بريد کړى، چې په پايله کې يې دوه اربکيان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
خو د دشت ارچي ولسوال بيا دغه ادعا ردوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.