رييس کميسيون شکايات انتخاباتى در کندز استعفا نمود

 
کندوز (پژواک،د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٣): د کندوز ولايت د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونه د امنيتي ګواښونو له امله وتړل شول.
د کندوز د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس امير حمزه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د خپل دفتر دروازه نن له سهار راهيسې تړلې او کارکوونکي يې رخصت کړي دي.
هغه زياته کړه، چې له تېرې ورځې راهيسې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله د پلويانو له خوا د ټاکنو کمېسيون پر وړاندې يوه خېمه وهل شوې او دوى د ټاکنو خپلواک کمېسيون کارکوونکو ته د متقلب خطاب کوي او ګواښ يې کړى، چې د کمېسيون دروازه دې وتړي.
احمدزي زياته کړه، چې ساحوي کارکوونکي يې هم په ولسواليو کې له کورونو نه شي راوتلى.
د کندز د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس وويل: ((لاريون او مدني خوځښتونه د هېواد د هر وګړي بشپړ حق دى؛ خو نه دا چې د يوه خپلواک بنسټ دروازه وتړل شي.))
احمدزي زياته کړه، چې والي او امنيه قوماندان يې له دغه ګواښ څخه خبر کړي او امنيتي ارګانونو ته يې رسمي مکتوبونه استولي، خو والي په عاجزۍ سره ويلي، چې له حوصلې کار واخلي او بايد خپله کمېسيون يوه چاره وسنجوي، په داسې حال کې چې کمېسيون کومه اجرائيه قوه نه ده او بايد امنيت يې ونيول شي.
د کندوز د شکايتونو کمېسيون رييس صبغت الله وفايي وويل، چې دغه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره په يوه دفتر کې کار کوي، چې د دغه ګواښ له امله ورسره تړل شوى دى.
خو د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل، چې امنيتي ځواکونو د ټاکنيزو شکايتونو د تړل کېدو په اړه هېڅ ډول سستي نه ده کړې.
هغه وويل، چې تر اوسه پورې هېڅ کوم رسمي مکتوب د کندوز د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه د کمېسيون پر وړاندې د ګواښ په اړه نه دى ور استول شوى.
حسيني زياته کړه، پوليس د ټاکنو امنيت ته ژمن وو او تېره ورځ يې د لاريون امنيت هم نيولى و.
پرون د ډاکټر عبدالله يو شمېر پلويانو په کندوز ولايت کې لاريون وکړ او يوه بله خېمه يې هم د کندوز ښار په چوک کې ودروله، چې د ترافيکو د ګډوډۍ لامل شوې ده.
په کندوز کې د ډاکټر عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم استازي سميع الله ايماق د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ادعاوې رد کړې او زياته يې کړه، چې دوى کمېسيون د خپلو دروازو تړلو ته نه دى اړ کړى.
هغه وويل، دوى تېره ورځ د ټاکنو کمېسيون دفتر پر وړاندې يوه خېمه درولې او د کمېسيون له ساتونکو سره همکاري لري، څو د کمېسيون ادارې ته کوم زيان ونه رسېږي.
خو ايماق منله، چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې خپلې اړيکې د کندوز د ټاکنو له کمېسيون سره پرې کړې او تر خپل حق ترلاسه کولو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
دغه او نور لاريونونه په کابل ښار کې وروسته له هغه پيل شول، چې ډاکټر عبدالله د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د ټاکنو خپلواک کميسيون په درغلۍ تورن کړ او د راى شمېرنې پروسې د ځنډولو تر څنګ يې ددې کميسيون د دارالانشاء د رييس ضياءالحق امرخېل د دندې ځنډولو غوښتنه هم وکړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.