Armed men intensify activities in Kunduz

 
کندوز (پژواک ١٤ مرغومى ٩٢): د بغلان ولايت د بُرکې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د خپلسرو وسله والو پر شتون اندېښنه ښيي او وايي چې راتلونکې ټاکنې له ننګونو سره مخ کولاى شي.
د بُرکې ولسوالۍ ياد اوسېدونکي نن په کندوز ښار کې د افغانستان د فرهنګ او رسنيزو اړيکو د بنسټ په دفتر کې راټول شوي وو.
هغوى په غونډه کې په دې اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او د امنيت د ټينګېدو غوښتنه يې وکړه.
د هغوى له ډلې د اسدالله ظريفي په نوم يوه کس وويل، چې نا قانونه وسله وال او د دولت مخالفين د تنګي مرچ او د برکې په فلول ساحو کې دي او امنيتي ستونزې جوړوي.
هغه زياته کړه: "که چېرې دولت دا ستونزه حل نه کړي، نو د وسله والو او د دولت د وسله والو مخالفينو نفوذ به زيات شي، چې لويې ننګونې په ځانګړي ډول په دې ولسوالۍ کې به د ټاکنو د ترسره کېدو پر وړاندې جوړې کړي."
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦مه نېټه ترسره شي.
د ملا نوراحمد په نوم يو بل کس هم پژواک خبري اژانس ته وويل: "خپله د راه ابرېشم ښوونځي سرښوونکى وم، تېر کال وسله والو کسان وتښتولم او د ٨ ساعتونو لپاره يې له ځان سره ساتلى وم."
هغه زياته کړه، چې دغو کسانو ترې د خلاصون په بدل کې پيسې غوښتې، خو له هغوى سره د يادې مودې له تېرولو وروسته د ولسي پاڅون له امله خلاص شوم.
ملا نوراحمد وويل، چې درې ورځې وړاندې د جمعه خان په نوم يو ځوان د وسله والو له خوا په دې ولسوالۍ کې ووژل شو، چې دغه کار د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي.
له بلې خوا بيا يو بل معترض عبدالنصير کبيري وايي، چې په وروستۍ لسيزه کې دولت د بيارغونې په بېلابېلو برخو کې دې ولسوالۍ ته پاملرنه نه ده کړې.
هغه زياته کړه، چې له نهرين څخه تر بُرکې ولسوالۍ پورې سړک بې کچې خراب دى، تر دې چې ناروغان په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو تر اوسه پرې لږ تر لږه جغل هم نه دى اچول شوى.
کبيري زياته کړه، چې اتيا سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، خلک د سيندونو چټلې اوبه د څښلو لپاره کاروي، روغتيايي مرکزونه کم دي، نرس او قابلې خو له سره نشته.
د اعتراض کوونکي وايي، چې د بيارغونې نه شتوالى او امنيتي ستونزې يې په بيا بيا د بغلان له ځايي چارواکو سره شريکې کړې، چې دوى هم په دې برخه کې ژمنې کړې، خو تر اوسه يې د عمل جامه نه ده اغوستې.
خو د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت د نا امنۍ په اړه د برکې د خلکو ادعا ردوي او وايي چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې نه شته، خو په ځينو کلو کې د وسله والو شتون محسوسېږي، چې د مخنيوي لپاره يې چاڼيز عمليات په پلان کې دي.
بشارت پژواک ته وويل، چې په مرکزي بغلان، نهرين او اندراب کې د پوليسو له خوا ترسره شوو عملياتو کې يو شمېر نا قانونه وسله وال وژل شوي او دا عمليات تر بُرکې ولسوالۍ پورې غځېدلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دوى په برکه کې د ټاکنو د کارتونو د وېش پروسه په ښه ډول تامين کړې او خلکو ته يې ډاډ ورکړى چې د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره يې هم اړين چمتووالى نيولى دى.
برکه د بغلان ولايت مرکز په ٨٠ کيلومترۍ کې پرته ده، د کندوز ولايت او د تخار له اشکمش ولسوالۍ سره پوله لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.