Offensive begins to boost pre-poll security

 
 کندوز (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): د کندوز ولايت امنيتي چارواکو، د دويم پړاو ټاکنو د امنيت ټينګولو په موخه د عملياتو له پيل او د څلورو طالبانو په ګډون د وسله والو مخالفينو د يوه نومول شوي ولسوال له وژلو خبر ورکړى دى.
 شمال ختيځ زون کې د شاهين ٢٠٩ قول اردو د دويمې لوا د مطبوعاتو مسوول جګړن غلام حضرت کريمي وايي، د "ذوالفقار ٢" په نوم دغه عمليات د ملي اردو، پوليسو، ملي امنيت او ځانګړو ځواکونو له لوري، نن سهار د دشت ارچي ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې پيل شوي دي.
 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عملياتو په ترڅ کې د تخار د خواجه غار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال اسدالله پيکار، چې د طالبانو د مرستې لپاره دشت ارچي ولسوالۍ ته راغلى و، له نورو څلورو کسانو سره يو ځاى وژل شوى دى.
 جګړن کريمي زياته کړه، چې په وژل شويو کسانو کې د ملا ناصر په نوم د طالبانو يو قوماندان هم شامل دى او د دې ترڅنګ شپږ ټپيان شوي، څلور نور يې نيول شوي او دغه راز څلور کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي.
 د ملي اردو دغه چارواکي وويل، چې دغه عمليات د "ذوالفقار ١" عملياتو په لړ کې په ياده ولسوالۍ کې پيل شوي او له دې وړاندې په لاره اچول شوي عمليات هم چې له تېرو درېيو اونيو راپدېخوا روان دي، دوام لري.
 دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کندوز والي غلام سخي بغلاني او د سيمې يو شمېر اوسېدونکو ويلي وو، چې دغې ولسوالۍ ته د افغاني طالبانو تر څنګ تاجکستاني، ازبکستاني او چيچنيايي پټمخي طالبان هم چې په وسلو سنبال دي، د دويم پړاو ټاکنو د ګډوډولو په موخه راغلي دي.
 د ذوالفقار ١ عملياتو په ترڅ کې، له يادې ولسوالۍ څخه سلګونه کورنۍ د جګړې له وېرې نورو سيمو ته کډه شوي او خلک يې د امنيت ټينګولو او بېرته خپلو کورونو ته د راستنېدو غوښتنه کوي.
 يوه بزګر فضل الرحمن وويل، دا چې اوسمهال د حاصلاتو د راټولولو وخت رارسېدلى، جګړه بايد پاى ته ورسېږي، ترڅو له يوه پلوه بزګران خپل حاصلات راټول کړي او له بل لوري بې ځايه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.
 نوموړى، چې د لغماني کلي اوسېدونکى دى، وايي چې دوه ورځې وړاندې د څو سيمو قومي مشران له وسله والو طالبانو سره د اوربند په موخه هغوى ته ورغلي وو، ترڅو له جګړې لاس واخلي، خو خلکو په دې اړه تر اوسه نه د دولت او نه هم د طالبانو له لوري مثبت ځواب تر لاسه کړى دى.
  دغه بزګر وويل: "له موږ سره دا اندېښنه ده، که چېرې جنګ دوام پيدا کړي، نو زموږ ټول فصلونه به خراب شي او موږ ته به ډېر زيان واوړي."
 خو امنيتي ځواکونه ټينګار کوي، چې دغه عمليات به تر هغه پورې دوام وکړي، چې د وسله والو مخالفينو مرکزونه له منځه نه وي تللي او دويم پړاو ټاکنو ته د ډاډمن امنيت فضا نه وي مساعده شوې.
 بل خوا د کندوز پوليسو د جنايي جرمونو په تور اووه کسان نيولي دي.
 د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وويل، چې دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کندوز ښار د لومړۍ، درېيمې او څلورمې امنيتي حوزو په اړونده سيمو کې، د قتل او غلا په تور د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت له لوري نيول شوي دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.