کندوز( پژواک، ٢٧ وږى ٩٢): د کندوز ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس نن سهار په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ دامنيت امرسمونوال عبادالله تلوار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې انجنير امان الله امان نن سهار شپږ نيمې بجې د کندوز ښار درېيمې ناحيې اړوند ازادۍ واټ کې د دوو وسله والو موټر سايکل سورو له خوا ووژل شو.
تلوار زياته کړه، چې انجنير تلوار په دغه بريد کې ټپي او وروسته روغتون ته لېږدول شوى دى.
خو د کندوز دعامې روغتيا رييس ډاکټر سعد مختار وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس له ټپي کېدو دوه ساعته وروسته د ژورو ټپونو له امله د کندوز د بې پولې ډاکټرانو په روغتون کې ساه ورکړه.
هغه زياته کړه، چې د ټاکنو کمېسيون رييس پر ګېډه، ورانه او لاس په مرميو لګېدلى و او په روغتون کې يې د عملياتېدو پر مهال ساه ورکړه.
د عامې روغتيا رييس د انجنير امان دکورنۍ له قوله وويل، چې نوموړى د سودا اخيستو لپاره ښار ته تللى و، چې تر بريد لاندې راغى.
انجنير امان نږدې ٤٥ کاله عمر درلود او تر دې وړاندې يې د پوهنې او په کندوز کې د اساسي قانون پر پلي کېدو دڅار کمېسيون د رييس په توګه هم دندې اجرا کړې وې.
امنيتي چارواکي وايي، چې د بريدګرو هويت نه دى څرګند او په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
تراوسه ددغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Add new comment