Bomb defused near Ahmadzai rally venue

 
کندوز (پژواک ١٤ کب ٩٢): دوه ماين اېښودونکي، چې په کندوز ولايت کې يې د ولسمشرۍ د يوه کانديدان د کمپاين غونډې جوړېدو په ځاى کې د ماين چاودنې پلان درلود، ونيول شول.
د کندوز امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وايي، چې دغه ماين تېره شپه لس بجې د کندوز ښار په لومړۍ ناحيه کې د پامير هوټل په مخکې د پوليسو له خوا کشف او شنډ شوى دى.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه نن د ولسمشرۍ د کانديد ډاکتراشرف غني په ملاتړ په دغه هوټل کې غونډه جوړه شي.
حسيني زياته کړه، چې د دې پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي او هغوى اعتراف کړى چې له دې مخکې يې د والي د ساتونکو موټر، د پوليسو يوه رينجر او ترافيکو يوې غرفې ته د ماين په اېښودلو کې هم لاس درلود. چې په دې پښو کې شپږ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د ډاکتر اشرف غني احمدزي او د هغه د مرستيال جنرال دوستم کاروان له کندوز څخه له تېرېدو وروسته تخار ته ولاړ او ټاکل شوې، چې د تخار ولايت مرکز تالقان ښار د ښاروالۍ په چمن کې د خپلو پلويانو پر وړاندې ويناوې وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.