غزني ښار (پژواک ۲۸ کب ۹۱): د پکتيا او مزارشريف ولايتونو له لوري په غزني کې د ۲۰۱۳ کال په وياړ د يوې څلورلارې او دروازې جوړولو چارې نن پيل شوې. د پکتيا د سوداګرۍ خونې رييس رشاد، چې نن غزني ته راغلی و، وويل، چې په غزني ښار کې د يوې څلورلارې چوک دغه رياست او د پکتيا د سوداګرو له لوري د۶۰زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړوي. دا څلورلاره د غزني ښار د علي لالا په سيمه کې، چې د پکتيا سړک د کابل-کندهار له سړک سره نښلول کېږي، موقعيت لري.