ولسمشر کرزي د غزني د ولايتي شورا د رييس وژنه وغندله

کابل ښار (پژواک ٩ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د غزني د ولايتي شورا د رييس قاضي صاحب شاه وژنه په کلکه وغندله.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د وږي په ٩ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني ولايت د چارواکو د معلوماتو له مخې، پرون مازيګر غزني ښار ته څېرمه په نواباد سيمه کې د دغه ولايت د ولايتي شورا پر رييس بريد وشو او نوموړى له ترور زوی سره ووژل شو.
د سرچينې په وينا، حامد کرزی چې اوس مهال د ناپېيلو هېوادونو د غورځنګ د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه ايران ته تللی دی، دا پېښه په کلکه وغندله او تر سره کوونکي يې د افغانستان د سوکالۍ او ارامۍ دښمنان وبلل.
خبرپاڼه د کرزي له خولې وايي: ((د افغانستان د خلکو دښمنان د دغو تروريستي بريدونو په ترسره کولو سره غواړي د افغانستان د هغو مشرانو او مخورو، چې د هېواد د سولې او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي، رول کمزوری کړي، خو بايد پوه شي چې دوی به خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي.))
سرچينه وايي، چې ولسمشر کرزی د غزني د ولايتي شورا د رييس پر وژل کېدو خواشينی شوی دی او د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د هغه کورنۍ ته وړاندې کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.