News Events; Construction;

غزني ښار (پژواک ۲۸ کب ۹۱): د پکتيا او مزارشريف ولايتونو له لوري په غزني کې د ۲۰۱۳ کال په وياړ د يوې څلورلارې او دروازې جوړولو چارې نن پيل شوې. د پکتيا د سوداګرۍ خونې رييس رشاد، چې نن غزني ته راغلی و، وويل، چې په غزني ښار کې د يوې څلورلارې چوک دغه رياست او د پکتيا د سوداګرو له لوري د۶۰زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړوي. دا څلورلاره د غزني ښار د علي لالا په سيمه کې، چې د پکتيا سړک د کابل-کندهار له سړک سره نښلول کېږي، موقعيت لري. هغه زياته کړه: "ډېر د خوښۍ ځای دى، چې غزني به په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي هېوادونو پايتخت وي او د پکتيا ولايت اداره او سوداګر په پلان کې لري، چې په غزني کې د بيارغونې نور کارونه هم ترسره کړي." د رشاد په وينا، د ۲۰۱۳ کال په وياړ دوی په پلان کې لري، چې خپله د پکتيا په ولايت کې هم د دغه کال په نوم يو بيلبورد جوړ او نصب کړي، څو د هغه ولايت اوسېدونکي هم وکولى شي دغه کال وپېژنې. همداراز د غزني سوېل ته د کابل-کندهار په لويه لاره د مزارشريف ولايت له لوري د يوې دروازې جوړولو کار هم پيل شو. د بلخ د اقتصاد او بيارغونې مسوول احمدولي سنګر، چې دى هم غزني ته راغلی و، خبريالانو ته وويل، دغه دروازه، چې د نږدې ٣٠٠زرو امريکايي ډالرو په لګښت د روضې مبارکې په بڼه جوړوي، امنيتي پوستې به هم ولري. دى وايي: "له دې وروسته به په دې دروازه کې له سوداګرو دولتي عوايد هم اخيستل کېږي، چې په دې سره به د غزني اقتصادي حالت هم ښه شي." د غزني والي موسى خان اکبرزاده د دغو پروژو د پرانيستې پر مهال وويل، چې له غزني سره د ۲۰۱۳ کال په وياړ د بيارغوني په برخه کې اتو ولايتونو د مرستې ژمنې کړې دي. ده زياته کړه، څو ورځې مخکې يې ۸ ولايتونو ته سفر درلود، چې ټولو ورسره د غزني په رغونه کې د برخې اخيستو ژمنه کړې ده. د والي په وينا: "دوی ډېر هيله من دي، چې په غزني ولايت کې د راتلونکي کال تر تلې مياشتې پورې، چې په دې مياشت کې په غزني کې د ۲۰۱۳ کال رسمي مراسم ترسره کېږي، د بيارغونې په برخه کې زيات کارونه وکړي." نوموړي د غزني او نورو ولايتونو له سوداګرو وغوښتل، چې دغه ولايت ته ورشي او په بيارغونه کې ورسره برخه واخلي. په ۲۰۰۷زېږديز کال کې د ليبيا په طرابلس ښار کې د کلتوري وزيرانو په عمومي غونډه کې غزني په ۲۰۱۳زېږديز کال کې د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شوه، چې د چارواکو په خبره، افغان دولت اونړيوالې ټولنې له خپلو ژمنو سره سره بيا هم ونه توانېد چې په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونه وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.