د غزني ولايتي شورا او خلک د لارو پاکولو په ځانګړې بوديجه کې له درغلۍ سر ټکوي

غزني (پژواک٢٠ ليندۍ ٩٠):دغزني د ولايتي شورا غړي او ددغه ولايت يوشمېر اوسېدونکي وايي،چې له واورو څخه د لارو پاکولو لپاره په ځانګړې شويو پيسو کې درغلي کېږي، ښه دا ده، څو دغه پيسې پر نور پرمختيايي پروژو ولګول شي.د غزني د ولايتي شورا غړي وايي، چې په تېرو څو کلونو کې د دغه ولايت د سړکونو د پاکولو لپاره ځانګړې شوې بوديجه د دولتي چارواکو په منځ کې ورکه شوې او د غزني د ولسواليو لارې زياتره وخت ټول ژمى بندې وي.
په پام کې ده، چې په را روان ژمي کې د غزني لويې لارې او د ولسواليو او کليو تر منځ غځېدلي نږدې ١٠٠٠ کيلومتره سړکونه او لارې د شرکتونو او ځايي شورا ګانو له لوري پاکې شي.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني پژواک اژانس ته وويل، چې د لارو پاکولو په بوديجه کې پرېمانه درغلي کېږي او لارې ټول ژمى تړلې پاتې وي.
د هغه په وينا، د ښار په منځ کې هم د سړکونو په پاکولو کې ستونزې وي.
نوموړى وايي، چې تېر کال د لارو د پاکولو لپاره يوولس ميليونه افغانۍ غزني ته ځانګړې شوې وې، خو په وينا يې، د لارو په پاکولو کې يو ميليون هم ونه لګېدې او د چارواکو تر منځ ورکې شوې.
کامراني زياته کړه: ((د لارو د پاکولو لپاره ځانګړې شوې پيسې دې بېرته وګرځول شي، چې بيا ورکې نه شي او د لارو پاکولو پر ځاى دې په يوه پراختيايي پروژه ولګول شي.))
تېر کال ژمى د غزني د زنخان ولسوالۍ لاره يوه مياشت د واورو له امله بنده وه او اوسېدونکي يې وايي، چې د دې ولسوالۍ لارې په هر ژمي کې تر يوې يا يوې نيمې مياشتې پورې بندې وي.
د زنخان اوسېدونکي عبدالباري پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى خلک په ژمي کې ډېرې ستونزې لري او لارې يې شاوخوا تر دوو مياشتو پورې بندې وي.
دى وايي: ((تېر کال د دې ولسوالۍ د لارو د پاکولو لپاره قرارداد وشو، خو نه لارې پاکې شوې او نه هم د لارو د پاکولو پيسې چا ولېدې.))
دغه راز د غزني تر ټولو واورينه سيمه د ناور ولسوالۍ ياديږي، چې لارې يې هم نږدې ټول ژمى له مرکز، کليو او نورو ولسواليو سره بندې وي.
د ناور د لارې يو چلوونکى غلام حسن وايي، چې تېر کال د ناور ولسوالۍ لاره پوره دوه مياشتې بنده وه او خلک له خپلو کورونو نه شواى وتلاى.
نوموړى وويل، چې د لارو د پاکولو پيسې بې ځايه لګول کېږي او په خبره يې دا پيسې بايد په سم ځاى او بنسټيزو پروژو کې ولګول شي.
په پام کې ده، چې په راروان ژمي کې به ٨٢٣ کيلومتره لويې لارې او د ولسواليو او مرکز تر منځ غځېدلي سړکونه د فوايد عامې رياست له خوا او له کليو تر ولسواليو پورې غځېدلې ١٤٢ کيلومتره لارې به د کليو د پراختيا او بيارغوني رياست له خوا پاکيږي.
سږ کال د لارو د پاکولو لپاره ځانګړې شوې بوديجه د شرکتونو او حکومتي ادارو تر منځ د داوطلبيو له امله تر اوه ميليونه افغانيو پورې راټيټه شوې ده.
د غزني د ولايتي شورا غړي جمعه خان تره کي پژواک اژانس ته وويل، چې د لارو پاکولو د داوطلبۍ په غونډه کې يې ګډون درلود.
د هغه په وينا، شرکتونه په دې پوهيږي، چې د لارو پاکول نشته او دغه پيسې به وړيا ورته پاتې کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((تېر کال موږ ته ښه تجربه شوه، چې يواځې د کابل–کندهار د لارې واوره هم پاکه نه شوه، نو د ولسواليو او کليو د لارو پاکول خو ډېره لرې خبره ده.))
تېر کال د غزني والي موسى خان اکبرزاده د لارو د نه پاکېدو لامل پر وخت د لارو د پاکولو لپاره د ځانګړو شويو پيسو نه رسېدل بللي وو.
د غزني د فوايد عامې چارو رييس انجنير قربان وايي، چې دوى له خپل مسووليت څخه ځان خلاص کړى، قرار دادي شرکتونو او سيمه ييزو شورا ګانو ژمنه ورکړې، چې په ژمي کې به ټولې لارې پرانيستې ساتي.
نوموړى وايي، چې يواځې د فوايد عامې رياست د لارو په پاکولو کې اوه ميليونه افغانۍ لګوي او د کليو او ولسواليو تر منځ غځېدلې لارې د کليو د پراختيا او بيارغونې چارو د رياست پر غاړه دي.
د غزني د کليو د پراختيا او بيارغونې چارو رياست مرستيال انجنير محمد باقر شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى يواځې د څلورو، مالستان، زنخان، جاغوري او جغتو ولسواليو د کليو د لارو د پاکولو قراداد له شرکتونو سره کړى دى.
شېرزاد وايي، چې دغه لارې ١٤٢ کيلومترو ته رسېږي او تر دغه مهاله يې د پاکېدو لپاره د ځانګړې شويو پيسو اندازه نه ده معلومه او په تړاو يې له اړوند وزارت سره خبرې روانې دي.
د يادونې ده، چې په تېرو څو کلونو کې په پرله پسې توګه د ژمي په رارسېدو سره د لارو د پاکولو لپاره قراردادونه وشي، خو تر دغه مهاله له غزنې تېرې شوې لويې لارې او سړکونه هم له واورو نه دي پاک شوي
.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.