په غزني کې د ٢٠١٣ کال مراسم دوه مياشتې وروسته ترسره کيږي

 

 
غزني ښار(پژواک ۲وږی ۹۲): د غزني ښار د اسلامي تمدن د پلازمېنې د نمانځلو وروستي مراسم به د روان کال د لړم په لومړيو کې ترسره شي.
په افغانستان کې د اسلامي کنفرانس د علمي،تعلمي مرکز (ايسيسکو) استازي ډاکټر عباس صددي د غزني په ښار کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، غزني ډير کار ته اړتيا لرله،خو متاسفانه،چې هغسې کار ونشو لکه څنګه چې اړين و.
هغه وايي، غزني ځانګړى تمدن او تاريخ لري،چې بايد د ساتنې او پالنې لپاره يې نور ګامونه هم واخيستل شي.
د غزني ښار په ٢٠٠٧ کال د ليبيا په طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د کولتور وزيرانو په ګډه غونډه کې د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي تمدن د پلازمېنې د نومولو پرېکړه وشوه.
داطلاعاتو فرهنګ وزارت کولتوري مرستيال سيد مصدق خليلي وايي، دوی غزني ښار ته په دې موخه راغلي، تر څو د راتلونکو مراسمو لپاره پوره چمتوالى ونيسي.
هغه زياته کړه،د تياري په اړه به په غزني ښار کې يو درې ورځنى ځانګړى سيمينار هم پرانيستل شي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده بيا پر حکومت نيوکه وکړه،چې د غزني په وړاندې يې بې غوري وکړه کومې پيسې، چې غزني ته ځانګړې شوې وې په خپل وخت وانه استول شوې.
هغه زياته کړه،د پيسو د پر وخت نه انتقال له امله اوس هم د ٢٠١٣ کال ځينې پروژې نيمګړې او په ټپه ولاړې دي.
د والي په وينا، د ٢٠١٣ کال وروستي مراسم به په شاندار ډول ونمانځي او د کورنيو مېلمنو تر څنګ به په کې بهرني مېلمانه هم برخه واخلي.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم په حکومت او يو شمير وزارتونو نيوکه وکړه ،چې خپلې ژمنې يې عملي نه کړې.
د ده په وينا،کومې پروژې چې پلې شوې د کار کيفيت يې خورا ټيټ او نا معياري دى.
د ٢٠١٣ کال د پيل مراسم،چې په کې غزني ښار په رسمي توګه د اسلامي هېوادونو د تمدن او کولتور پلازمېنه ونومول شو، د وري مياشتې په ٢٤مه تر سره شوي وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.