ګردېز ( پژواک، ٢٦ غويى ٩٤ ) : د پکتيا امنيه قوماندان وايي چې د عملياتو په پايله کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي يو شمېر کسان خوشې کړاى شوي، خو طالبان وايي چې ياد کسان دوى په خپله خوشې کړي دي.
تر دې مخکې د غويي په ٢٦مه، ځايي چارواکو ويلي وو، چې وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ کې لسګونه مسافر له موټرو ښکته کړي او تښتولي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمى اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر يادې پېښې وروسته امنيتي ځواکونو په سيمه کې عمليات پيل کړي دي.