د پکتيا د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې بالاخره وشوې

ګردېز (پژواک،٣ مرغومى ٩٣): له يوې نيمې مياشتې ناندريو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون تر ضرب الاجل وروسته د پکتيا ولايتي شورا غړو خپلمنځي ټاکنې وکړې.
دا ټاکنې د ولايتي شورا د غړو ترمنځ د خپلمنځي ستونزو له امله ځنډېدلې وې.
تېره اوونۍ د ټاکنوکمېسيون د دې شورا غړو ته د لېندۍ تر٣٠مې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره وخت ورکړ؛ خو ويل کېږي ولسمشرۍ ماڼۍ يې ضرب الاجل د مرغومي تر درېيمې غځولى و.
د پکتيا د ټاکنو کمېسيون رييس عبدالظاهر اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته يې د ولايتي شوار ټاکنې وکړې.
اکبري وايي، د رياست لپاره درې کسان نوماند وو چې ګلالۍ سليمان خېل يوه رايه، عبدالمالک ځاځي شپږ رايې او سردارمحمد ملنګ زوی د اتو رايو په ترلاسه کولو سره د رييس په توګه وټاکل شو.
نوموړی زياتوي چې په دې ټاکنو کې حفيظ الله مبارز د مرستيال، محمد الرحمن قادري د منشي او ډاکټر محمد اجان منګل د سنا مجلس د استازي په توګه وټاکل شول.
د يادې شورا منشي محمدالرحمن قادري پژواک اژانس ته وويل، د خپلمنځي مشکلاتو له امله يې ټاکنې ځنډېدلې وې، خو اوس د ولايتي شورا غړي خوشال دي چې ټاکنې له شخړې پرته ترسره شوې.
نوموړی وايي چې له دې وروسته به د ولايتي شورا غړي په ګډه د ستونزې د حل لپاره هلې ځلې کوي او خپلې چارې به په همغږۍ پر مخ وړي.
د ګردېز ښار اوسېدونکي نيازولي پژواک اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا د خپلمنځي ټاکنو ځنډ خلک اندېښمن کړي وو، خو بيا هم خوشال دي چې ټاکنې وشوې.
دی وايي چې پکتياوال په هره برخه کې ډېرې ستونزې لري او وکيلان بايد په سم ډول د دوی ستونزې اړوند ادارو ته ورسوي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.