پل علم (پژواک ٦ مرغومى ٩٣): د لوګر د ولايتي شورا رييس وايي، په دې ولايت کې د امريکايي سرتېرو قوماندان پر ملکي وګړو د هوايي بريد له امله بښنه غوښتې ده.
وړمه شپه د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د اب چوش په سيمه کې د امريکايي پوځيانو په هوايي بريد کې، لسو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې غبرګونه يې راوپارول.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تر دې پېښې وروسته ولايتي چارواکو، په لوګر کې د امريکايي پوځيانو قوماندان او د قرباني کورنيو غړو غونډه درلوده.