فيض اباد (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په نږدې راتلونکي کې په ياد ولايت کې د طالبانو تر ولکې لاندې د سيمو له پاکولو، د زر کسيز ولسي ځواک له رامنځته کولو او په دغه ولايت کې د کومانډو ځواکونو د دوو قطعو له مېشتولو خبر ورکړ.
ډګر جنرال قدم شاه شهيم چې بدخشان ولايت ته يې سفر کړى، له سيمه ييزو چارواکو او د ولايتي شورا له غړو او مخورو سره د ليدنې پر مهال وويل چې امنيتي ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې د طالبانو له لوري ټولې نيول شوې سيمې، يو ځل بيا د هغوى له شتونه پاکې کړي.