بدخشان ولايت ٢٩ اداري واحدونه لري، چې يو يې مرکز او ٢٨ يې ولسوالۍ دي. ددې ولايت مرکز د فيض اباد ښار دى، چې ښار يې نوى تشکيل شوى، خو زوړښار يې  شين او په سلګونو هټۍ لري. د کوکچې سيند د ننه د يوې ودانۍ شتون، چې تاريخي مخينه لري ددې ولايت په لرغونتوب دلالت کوي.
 
 واخان:
واخان د بدخشان تر ټولو لرې پرته ولسوالۍ ده، له چين او تاجکستان سره پوله لري ، ددې ولسوالۍ ډېرى سيمې شنې او قرغز کورنۍ په کې مېشتې دي، چې ډېر پخوا له قرغزستان څخه راغلې دي.
واخان د کوچني پامير  او لوى پامير په نوم دوه  مشهورې ساحې هم لري، چې د لوړ والي له امله  د دنيا د بام په نامه يادېږي.د پامير په اسمانڅکو غرونو کې ګن وحشي حيوانات، لکه مارکوپلو غرڅې او اوريال چې نړيوال شهرت لري، ژوند کوي. د همدې دوو ډوله هوسيو شتون  ددې سبب شوى، چې ګڼ کورني او بهرني سيلانيان ددې سيمې او ښکلي چاپېريال ليدلو ته ور مات شي .
 
 دروازه ها:
 
دا هم د بدخشان بله ولسوالۍ ده، چې ماهمي، نًسي، شًکي ، کوفاب او خواهان په کې شامل دي او له تاجکستان سره په ګډه پوله پرته ده. د وګړو شمېر يې سل زره اټکل شوى او د فيض اباد په شمال ختيځ کې موقعيت لري. دروازه ها ددې ولايت د سختو لارو درلودونکو ولسواليو کې راځي، چې ډېر کم خلک يې قير شوى سړک پېژني، اوسېدونکي يې درې شپې ورځې پرله پسې مزل کوي او بيا فيض اباد ښار ته رسېږي، څو دخپلې اړتيا وړ توکي تر لاسه کړي.
ددې ولسوالۍ لويې لارې په کال کې شپږ مياشتې  د خلکو پر مخ بندېږي او وروسته بيا بېرته د فوايد عامې وزارت او نورو بنسټونو پرمټ خلاصېږي. دروازه ها درې نورې ولسوالۍ له تاجکستان او دوه يې له چين سره ګډه پوله لري.
 
راغ ها:
 
راغ ها ولسوالي له ياوان، راغستان او کوهستان ولسواليو څخه جوړه ده، چې له چين سره ګډه پوله لري .
راغ يا راغستان د فيض اباد ښار شمال ته پرته ده، چې په ٢٠٠٥ زېږديز کال له راغ ولسوالۍ څخه تشکيل او د کوهستان او ياوان ولسوالۍ هم په کې شاملې شوې. دا هم يو له سرحدي ولسواليو څخه ده، چې هر کال شپږ مياشتې د واورې په کلابندۍ کې وي.
 کران او منجان:
کران ومنجان ددې ولايت هغه ولسوالۍ ده، چې د لاجوردو په څېر ګڼ قېمتي کانونه او زينتي ډبرې په کې شته، چې د کورنو په سينګار کې ترې کار اخيستل کېږي. د لاجوردو کان يې په ټوله نړۍ کې د غوره کيفيت لرونکو لاجوردو څخه دى، چې دهندوکش په اسمانڅکو غرونو کې موندل کېږي.
د بدخشان ولايت اوسېدونکو پخوا ويل، چې دا کان د سيمه ييزو قوماندانانو او زور واکو له خوا خپلسر وېستل کېږي، خو دولت يې د کنټرول توان نه لري.
 
بهارک:
 
بهارک يا بهارستان ددې ولايت له لرغونو او مرکزي ولسواليو څخه ده، چې اوږده مخنيه لري او د ترانزيټي موقعيت له مخې د ورېښمو لارې له اړخه يوه مهمه لويه لار ګنل کېږي. بهارک اوسمهال د څو ګاونډيو ولسواليو لپاره د خوراکي توکو اکمالونکې بلل کېږي.  بهارک د عالمانو، شاعرانو او روحانيونو او فرهنګي مخينې له مخې يوه پياوړې ولسوالۍ ده، چې د بېلابېلو قومونو، رسمونو او حتى اصطلاحاتو درلودونکې ده، چې دافغانستان دپوهنتونو استادان يې هم په اصطلاحاتو څېړنې کوي. خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او يوه ډله نور يې بېلابېل کسبګر  دي. ددې ولسوالۍ اقليم مناسب دى، غوره کرکيله په کې کېږي او رخش مڼو يې د هېواد په کچه نوم ګټلى .
 
شهدا:
 
شهدا د بدخشان ولايت له سمسورو او شنو ولسواليو څخه ده، چې د غوزانو، توتو، بادامو او مڼو بېلابېلو ډولونو د مېوو ونې په کې شته او ډېرى ميوه جات يې د افغانستان په سوداګريزو او صادراتي توکو کې غوره ځاى لري.
ددې ولسوالۍ ډېرى خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او وړوکې سوداګرۍ هم مخته وړي. په دې ولسوالۍ کې بهېدونکى سيند د کوکچې سيند له عمده مرستيالانو  او رڼې اوبه يې  نوم لري. ددې ولسوالۍ دوه مهمې سيمې زرديب او سرغيلان دي، چې  دهندوکش دغرونو په ختيځې برخې سره موقعيت لري او خلک يې په دري- فارسي ژبه خبرې کوي او په تاجک قوم پورې اړه لري، په دوى کې قومي تړون ډېر محکم دى او ټول نږدې په يوه کورنۍ پورې اړه لري.
 
جُرم:
جرم ولسوالي د فيض اباد په سوېل ختيځ کې واقع ده او ځينې برخې يې په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو د يو لړ فعاليتونو شاهدې وې، خو اوس په کې وضعيت ارام دى. د هندوکش لوړه څوکه، چې ۶۷۲۹ متره لوړ والى لري، په همدې ولسوالۍ کې پرته ده او ددې ترڅنګ  له زياتو نورو لويو او شنو درو څخه لکه فرغاممنج، کيب ، کيتيب، الريبو فرغامرو، خوستک او اسکان څخه جوړه شوې ده.
 
خاش:
 
دا ولسوالي د فيض اباد ښار په ختيځ کې موقعيت لري او په ٢٠٠٥ زېږديز کال له جرم ولسوالۍ څخه جدا شوې او اوسمهال د يوې ځانګړې ولسوالۍ په توګه منل شوې ده.
 
يفتل پايين :
 
دا ولسوالي د فيض اباد په شمال کې موقعيت لري او ټول ټال ٩٣ کلي لري. پخوا په افغانستان د يفتليانو دحکومت مرکز و. يفتل په پسرلي کې مناسبه او غوره هوا لري، خو ددې ترڅنګ په اوړي او ژمي کې هم په کې د سبزيجاتو دکښت لپاره غوره زمينه برابره وي او ښه حاصل ورکوي.  باميه، رومي بانجان، شلغم، کچالو، پياز، ګلپي، کرم، ګندنه، هندواڼې، خربوزې، بادرنګ، کدو، مرچ، ترابي ،پالک، ګشنيز، کاهو، پودينه او نانا( نعناع) ددې ولسوالۍ له مهمو سبزيجاتو څخه دي.
 
کشم:
کشم ولسوالى د فيض اباد ښار په سوېل ختيځ کې موقعيت لري، چې په لوېديځ کې د تخار له فرخار او کلفګان ولسوالۍ، په سوېل کې له تګاب ولسوالۍ او په شمال کې د کوکچې سيند سره ګډه پوله لري. د بدخشان ډېرې کمې ولسوالۍ او سيمې  ددې ولسوالۍ له ښکلي طبيعت او ښايست سره سيالي کولى شي، عمده محصولات يې وريجې او له اقتصادي لحاظه  دنورو ولسواليو په پرتله پياوړې ده. ددې ولسوالۍ ځمکې هوارې او دوه فصله دي، چې وريجې په کې زيات کرل کېږي او له تخار ولايت سره نږدې اړيکو، پخې لويې لارې، د سواد لوړه کچه او لوړ عامه پوهاوى هغه څه دي، چې کشم ته يې ددې ولايت په نورو ولسواليو بهتري وربښلې ده.
 
ارګو:
 
دا ولسوالۍ د فيض اباد لوېديځ ته نږدې پرته او په ٢٠٠٥ لمريز کال له فيض اباد   څخه جدا شوې ده. دا ولسوالي په حقيقت کې د اوو نورو ولسواليو سوق الجيشي لاره ده او نرمه هوا لري. د ارګو ژمى ډېر يخ او واورين وي، پسرلى يې تازه او ښکلى، خو اوړى يې معتدل او له بېلابېلو خوږو مېوو، طبيعي طبي نباتاتو او د څښاک او کرنې له رڼو اوبو څخه برخمن دى.
 
درايم :
 
 درايم ولسوالي د فيض ابادښار په شمال لوېديځ کې موقعيت لري او په يوه هواره دره کې د غرونو ترمنځ پرته ده. د درايم ولسوالۍ ځمکې نرمې او غوندۍ دي او په ځمکو کې يې للمي کرل کېږي. دا ولسوالي په پسرلي او اوړي کې ښکلې منظره لري او ځمکې يې  ښه حاصل ورکوي، چې له امله يې ډېرو خلکو کرنې او مالدارۍ ته مخه کړې ده.
په دې ولايت کې د علم او پوهې کچه د بدخشان د نورو سيمو په پرتله زياته ده او ډېرى خلک يې کلاسيکو ديني متونو ته لاسرسى لري.  د درايم ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي په تاجکي دري ژبو خبرې کوي، خو ددې ولسوالۍ د وروستيو برخو يوه اندازه خلک ازبکي هم وايي، چې د کوکچې سيند له سوېل ختيځ نه پيل او پاى يې د جرم ولسوالۍ په سرحد کې د هندوکش غرونو ته رسېږي. په ټوله کې ويلي شو، چې د بدخشان ولايت امنيت د وردوج ولسوالۍ پرته په نورو ولسواليو کې ټينګ دى.  په همدې ولسوالۍ کې هم وسله والو مخالفينو نفوذ کړى او په ١٣٩٢ لمريز کال په کې بيا بيا  په حانګړي ډول وردوج کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ خونړۍ جګړې وشوې ، چې له سلو زياتو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله. وردوج ولسوالۍ د فيض اباد ښار په ٥٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او دجغرافيايي موقعيت له مخې د نوروستان او پنجشير ولايتونو او د چترال غاښي له خوا د شمالي وزيرستان سره ګډه پوله لري.