فيض اباد(پژواک، ١٥لړم ٩٢): د بدخشان ولايت اوسېدونکي له دولت او نړيوالې ټولنې څخه غواړي، چې د بيارغونې کارونو، د فابريکو جوړولو، د کرنې سکتور ودې او په دې ولايت کې د نشه يي توکو قاچاق ته د پاى ټکى کېږدي.
دوى ددې ترڅنګ د ښځو د حقونو تامين او ددې قشر لپاره د کاري زمينې مساعدول او ورته د بنسټيزو پروژو پيلول هم له دولت څخه د خپلو غوښتنو په توګه يادوي.
د بدخشان د ولايتي شورا غړى ذبيح الله عتيق وايي، چې د نورو ولايتونو په تناسب په بدخشان کې د بيارغونې بنسټيزو پروژو ته کمه پاملرنه شوې ده.