د ١٣٩٣ لمريز کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې د بدخشان ولايتي شورا ته له دغه ولايت څخه پنځلس  تنو لاره موندلې، چې له دې ډلې يې ٩ تنه پخواني غړي دي. دغې شورا په خپلو داخلي ټاکنو کې درې تنه د اداري پلاوي په توګه ټاکلي دي.
مشر: عبدالله ناجي نظري
مرستيال: طلب الدين قادري
منشي: احمدجاوېد جاوېد
 ١- طلب الدين قادري:    
طلب الدين قادري د سيدقادر زوى، چې په ١٣٦٥ لمريز کال کې د بدخشان ولايت په واخان ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. قادري د اشکاشم له لېسې فارغ شوى او خپلې لوړې زده کړې يې د ليسانس تر کچې د کاپيسا ولايت په البيروني پوهنتون کې پاى ته رسولې دي. نوموړى د ولايتي شورا له غړيتوب وړاندې په خپل شخصي کاروبار بوخت و. قادري د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري. نوموړى  د يادې  ولايتي شورا مرستيال دى.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٩٠٧٠٦٣٨٣
 ٢- احمد جاوېد مجددي:
احمد جاوېد د غلام مصطفى زوى، چې په ١٣٥٦ لمريز کال کې د دغه ولايت په جرم ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. مجددي د بدخشان د دارالمعليمن  له څوارلس ټولګي فارغ شوى. نوموړي ولايتي شورا ته له لارې موندلو وړاندې شخصي کاروبار کاوه. مجددي له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٠٨٠٠٠٠٩٩
 ٣- ضياءالدين واثق:
ضياءالدين واثق د همراه خان زوى، چې په ١٣٤٠ لمريز کال کې د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. واثق د دغه ولايت په مرکز فيض اباد کې د کوکچې له لېسې د ١٢ ټولګي سند تر لاسه کړى او خپلې لوړې زده کړې يې د بدخشان په دارالمعلين کې تر څوارلسم ټولګي پاى ته رسولې دي. نوموړي له دې وړاندې د بدخشان ولايت د پوهنې رياست د مرستيال او د کار او ټولنيزو چارو د مشر په توګه دنده تر سره کړې ده. واثق د حزب اسلامي غړيتوب لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٩٩٩٠٠٤٣٦٤
  ٤-محمد سردار سروري:
محمد سردار سروري د محمد سرور زوى، چې په ١٣٦٦ لمريز کال کې د دغه ولايت په تشکان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. لوړې زده کړې يې د ليسانس تر کچې پورې د هېواد په کوم پوهنتون کې پاى ته رسولې دي. نوموړي د ولايتي شورا له غړيتوب وړاندې د پوهنې رياست کې د کارکوونکي په توګه دنده تر سره کوله. سروري د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:   ٠٧٤٤٨٤١٠١٠
 ٥- احمد بشير صميم:
احمدبشير صميم د حاجي خدابخش زوى، چې په ١٣٥٣ لمريز کال کې د بدخشان ولايت په درايم ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. صميم د کابل په اعتبار خان لېسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي او همدارنګه يې په کابل کې د دعوت پوهنتون له حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه فارغ شوى دى. نوموړي د ١٣٨٨ لمريز کال په ټاکنو کې د ولايتي شورا د داخلي ټاکنو په پايله کې د انتخابي سناتور په توګه مشرانو جرګې ته لاره ومونده، چې په ١٣٩٣ کال کې يې يو ځل بيا ولايتي شورا ته لاره وموندله.
د اړيکې شمېره:   ٠٧٠٢٢٤٢٤٧٩
  ٦- مولوي حميد الله مسلم :
مولوي حميدالله مسلم د عوض محمد زوى، چې په ١٢٨٣ خورشيدي کال کې د دغه ولايت په ارګو ولسوالۍ کې زېږېدلى. مسلم د ارګو ولسوالۍ له يوې لېسې څخه د دوولسم ټولګي د فراغت سند تر لاسه کړى. نوموړى له دې وړاندې چې د ولايتي شورا غړيتوب تر لاسه کړي، په شخصي سوداګرۍ بوخت و. مولوي مسلم د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:   ٠٧٧٥٩٧٤٧١٧
  ٧- احمد جاوېد جاوېد:
احمد جاوېد جاوېد د محمديونس زوى، چې په ١٣٦٠ لمريز کال کې د بدخشان په ياوان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. جاوېد د بدخشان ولايت له يوې لېسې څخه د دوولسم ټولګي سند تر لاسه کړى دى. جاوېد د دغه ولايت د ولايتي شورا د تېرې دورې غړيتوب هم درلود او د منشي په توګه يې دنده تر سره کوله. نوموړي، د ولايتي شورا له غړيتوب تر لاسه کولو وړاندې د ياوان ولسوالۍ د مالي مدير په توګه دنده تر سره کړې ده.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٠٥٣٤٠٩٠٠
  ٨- نوراحمد، مشهور په مولوي عبدالرب:
نوراحمد د ملا غلام زوى، چې په ١٣٤٣ لمريز کال کې د کوف اب ولسوالۍ کې زېږېدلې دى. نوموړي د بدخشان د دارالمعلمين د څوارلسم ټولګي سند تر لاسه کړى. هغه په بدخشان کې د حزب اسلامي  د پخوانيو قوماندانانو له ډلې بلل کېږي.
٩- محمد ذاکر ارين:
محمد ذاکر ارين د محمدعلم زوى، چې په ١٣٦١ لمريز کال کې په کشم ولسوالۍ کې زېږېدلى . ارين تر څوارلسم ټولګي پورې تحصيل کړى او په ولايتي شورا کې له غړيتوب وړاندې په کشم ولسوالۍ کې د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړې. ارين د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
١٠- عبدالله ناجي نظري:
عبدالله ناجي نظري د امام نظر زوى، چې په ١٣٦٢ لمريز کال کې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نظري په يادې ولسوالۍ کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي او له هغه وروسته يې د هندوستان له پونه پوهنتون څخه د حقوقو او سياسي علومو سند تر لاسه کړى. نظري د ولايتي شورا له غړيتوب وړاندې په يوې غيردولتي موسسې کې دنده تر سره کوله. هغه د شورا د داخلي ټاکنو په ترڅ کې د رييس په توګه ټاکل شوى دى.
د اړيکې شمېره:  ۰۷۹۹۳۰۹۷۲۰
  ١١- مولوي عبدالله صديقي:
مولوي عبدالله صديقي د عبدالرحمن زوى، چې په ١٣٤٦ لمريز کال کې د دغه ولايت په کشم ولسوالۍ کې زېږېدلې دى. صديقي د پاکستان په مدرسو کې زده کړې کړي  د دوولسم ټولګي سند لري. نوموړي، ولايتي شورا ته له لار موندلو وړاندې د کشم ولسوالۍ د حقوقو د مدير او د بدخشان د سولې شورا د غړي په توګه دندې تر سره کړې دي. مولوي صديق د افغانستان د جمعيت اسلامي ګوند غړيتوب لري، چې د ولايتي شورا د لومړۍ دورې غړيتوب يې هم درلود. 
د اړيکې شمېره:  ۰۷۰۷۷۳۶۹۰۴
١٢- محبوب الرحمن طلعت:
محبوب الرحمن طلعت د قندهاري زوى، چې په ١٣٤٨ لمريز کال کې د کوهستان په ولسوالۍ کې زېږېدلې دى. طلعت د پاکستان له يوې مدرسې څخه د دوولسم ټولګي سند لري. هغه، د ولايتي شورا له غړيتوب وړاندې په کوهستاناتو په ولسوالۍ کې د براغ ښوونځي د مدير په توګه دنده درلوده. طلعت د افغانستان د جمعيت اسلامي ګوند غړيتوب لري.
د اړيکې شمېره:  ۰۷۰۸۶۲۵۳۱۴
  ١٣- منيره عالميار:
منيره عالميار د عبدالحليم لور، چې په ١٣٦٧ لمريز کال کې د دغه ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې زېږېدلې ده. مېرمن عالميار د بدخشان په ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ليسانس تر کچې پورې زده کړې  کړې دي. نوموړې، د بدخشان د ولايتي شورا د پخوانۍ دورې غړيتوب هم درلود، چې اوس يې يو ځل بيا دغې شورا ته لاره موندلې ده. عالميار د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:  ۰۷۹۵۱۶۴۵۳۵
  ١٤- فرحناز پاميري:
فرحناز پاميري د عبدالاحد لور، چې په ١٣٥٣ لمريز کال کې د دغه ولايت په شغنان ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. مېرمن پاميري خپلې لوړې زده کړې د ليسانس تر کچې د ټولنيزو علومو په برخه کې د بلخ په پوهنتون کې سرته رسولې دي. نوموړې هم د بدخشان د ولايتي شورا پخوانۍ غړې ده، چې دا دى اوس يې يو ځل بيا دغې شورا ته لاره موندلې  . پاميري د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره:  ۰۷۹۴۳۰۳۴۴۰
    ١٥- خديجه احمدي:
حديجه احمدي د ملا ايشان لور، چې په ١٣٤٦ لمريز کال کې د بدخشان ولايت د خواهان ولسوالۍ په سنګ اب سيمه کې زېږېدلې. هغې خپلې لومړنۍ زده کړې په دغه ولسوالۍ کې پاى ته رسولي او له هغه وروسته په کابل کې له اميني لېسې څخه فارغه شوې ده. نوموړې همدارنګه په بدخشان ولايت کې د ناصرو خسرو له دارالمعلمين څخه د دري ژبې د ادبياتو په برخه کې د ١٤ ټولګي سند تر لاسه کړى دى. مېرمن احمدي له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته د خواهان د  نجونو په لېسې کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړې. همدرانګه نوموې له ١٣٨٣ لمريز کال راهيسې په بېلابېلو داخلي او بهرنيو موسسو کې يې دنددې تر سره کړې دي، د دې ترڅنګ يې د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي د مبغلې په توګه هم دنده تر سره کړې ده. مېرمن احمدي د محبوب الله کوشاني په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ ګوند غړيتوب لري.
د اړيکې شمېره:  :٠٧٨٣٥٥١٩٤٥