١-دريچه باز فرهنګي او ادبي بنسټ:
دا بنسټ د ولي محمد اسيون په مشرۍ جوړ شوى، چې په فرهنګي او ټولنيزو فعاليتونو لکه مشاعرو، ادبي ناستو او ورته نورو ټولنيزو بحثونو باندې بوخت دى.
٢-انکشاف خودي بنسټ:
دا بنسټ د ډاکټر بصير لعل زاد په مشرۍ د تلپاتې سولې، پراختيا او په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو د ظرفيت لوړولو په موخه جوړ شوى او ښې لاسته راوړنې هم لري.
٣-د بدخشان ښځو سره د مرستې موسسه:
دا موسسه د غلام نبي عرفاني په مشرۍ جوړه شوې، چې د مهارتونو  او وطني صنايعو د ودې او د ښځو د ژوند پراختيا په موخه فعاليت کوي.
 ٤-قافله کرنيزه او د ظرفيت جوړولو موسسه :
دا موسسه دالهام حافظي له خوا په بدخشان ولايت کې د ظرفيتونو د لوړولو او همدارنګه د کروندګرو او مالدارو د وړتيا اوچتولو په موخه جوړه شوې. همدا بنسټ کروندګرو ته د اصلاح شوو کرنيزو تخمونو او کيمياوي سرو په توزيع کې هم رول لري.
٥-د رضاکارو ښځو ټولنه:
دا ټولنه د انيسې نبي يار په مشرۍ جوړه شوې، چې موخه يې له وطني توليداتو ملاتړ او وده ورکول، ورته د بازار موندل او ښځو ته د کسب او کار زمينو رامنځته کول دي.
٦-د ښحو دهمکارۍ او اړيکو ټولنه:
دا ټولنه د ډاکټر انيس اخګر په مشرۍ تاسيس شوې، چې موخه يې له ګوشه نشينو او محرومو ښځو سره د اړيکو ټينګول ، د ښځو د ستونزو حل کول او ورته د کسب کار رامنځته کول او نورو برخو کې کار کول دي.
 
٧-درياچه ادبي او فرهنګي بستر:
 
دا ټولنه د فريد بزرګر له خوا د ځوانانو لپاره د فرهنګي او ادبي فعاليتونو او کولتوري يرغل د مخنيوي په موخه جوړه شوې، چې په هره مياشت کې يو ځل ناسته لري.
 
٨-د لرو شوو منسوبينو او افسرانو شورا :
 
دا شورا په بدخشان ولايت کې د ډاياګ( د غير قانوني وسله والو ډلو منحلول) پروګرام نه وروسته د عبدالبصير وثيق له خوا جوړه شوې، چې موخه يې  ددفاع وزارت لرې کړل شوو منسوبينو ته پاملرنه ده .
 
٩-د معلولين ټولنه:
 
دا ټولنه په بدخشان ولايت کې دمعلولينو لپاره د مرستې جلبولو په موخه جوړه شوې ده او مشري يې د عبدالصمد په غاړه ده.
 
 ١٠-د بدخشان خبريالانو شورا:
 
دا شورا د بدخشان ولايت د يوه رسنيز فعال عبدالبصيرحقجو له خوا په بدخشان ولايت کې د خبريالانو تر منځ دهمغږۍ،  د دوى له حقونو څخه د دفاع او خبري همکارۍ په موخه جوړه شوې او ډېرى دولتي او ازاد خبريالان يې غريتوب لري.
 
١١- د کاروان اقتصادي او فرهنګي ودې موسسه :
 
دا موسسه د ډيانا احمدي له خوا د ټولنې محروم قشر په ځانګړي ډول ښځو ته د پاملرنې په موخه جوړه شوې او موخه يې داده، چې ددې وګړو کورنيو ته اقتصادي وده ورکړي.
 
١٢-له پوهنې څخه د ملاتړ کمېټه :
 
دا کمېټه د ډاکټر ظاهر فاضل له خوا تاسيس شوې او موخه يې له پوهنې څخه ولسي ملاتړ ښودل شوى دى. دا کمېټه په مياشت کې يو ځل ناسته لري او د پوهنې پر وړاندې پرتې ننګونې تر بحث لاندې نيسې.
 
 ١٣-بدخشان مدني بنسټونو ټولنه:
دا ټولنه ددې ولايت له ګڼ شمېر مدني بنسټونو څخه جوړه شوې او د دولت پر کړنو د نيوکو په موخه فعاليت کوي، ددې ټولنې مشري د سيف الدين سايس پر غاړه ده .
١٤-د کارګرانو ملي ټولنه :
دا ټولنه د ټولو کارګرو، کارکوونکو او د بدخشان دولتي مامورينو ترمنځ د همغږۍ په موخه جوړه شوې ده او موخه يې د کارګرانو د ستونزو حل او ورته د اسانتياوو برابرول دي. ددې ټولنې مشري د سيد انعام الله سادات پر غاړه ده.
١٥-د ځوانانو فرهنګي مرکز:
دا ټولنه د بدخشان ولايت د يو شمېر ځوانانو له خوا د مناسبتي پروګرامونو، په ځانګړي ډول د فوټبال، مشاعرې، حسن تلاوت او نورو ديني او ټولنيزو موضوعاتو په موخه جوړه شوې او مسووليت يې د صبغت الله ارين پر غاړه دى.
 ١٦-د زنان براى زنان موسسه:
دا موسسه د مريم موج په مشرۍ په بدخشان ولايت کې د ښځو دحقونو او مشروع غوښتنو، له بې وزلۍ، تاوتريخوالي، وزګارتيا او د ګڼو نورو ستونزو په اړه، چې ښځې ورسره مخ کېږي جوړه شوې او په کندوز ولايت کې هم نمايندګى لري.
 
١٧-د پياوړو  ښځو ټولنه:
 
دا هم د بدخشان له فعالو مدني بنسټونو څخه يو دى، چې د ښځو د اقتصاد پياوړتيا، د کسب، کار او ښځينه کورنيو لاسي صنايعو د رامنحته کولو په موخه فعاليت کوي. ددې بنسټ هڅه داده، چې ښځو په اقتصادي لحاظ پر ځاى بسيا او خپل ژوند خپله سمبال کړي.
 
١٨- دافغانستان جديد فرهنګي موسسه:
 
دا موسسه د ژوليا اکبرزاده په مشرۍ په بدخشان ولايت کې جوړه شوې او موخه يې د ښځو اوسني ژوند ته پاملرنه او ددې ترڅنګ سياسي، اقتصادي او ټولنيزو بهير ته د ښځو ور ګډول دي.  دا موسسه د ښځو فکري او فرهنګي استعدادونه هم روزي.
 
 ١٩-د سوداګرو ښځو موسسه :
دا موسسه د محبوبې مجددي له خوا د کورينو لاسي صنايعو لکه مرۍ  اوبدنه، خامک ، غاړې او دستمال کنډنې د ودې او کورنيو او نړيوالو بازارونو ته د هغو داستولو په موخه جوړه شوې ده. ددې موسسې څخه هر وخت د ښځو چارو نورو بنسټونو هم ملاتړ کړى دى.
٢٠-د فيض اباد پراختيايي شورا:
دا شورا د بدخشان ولايت بيارغونې ته د دولت د پاملرنې اړولو په موخه تاسيس شوې او هڅه کوي، چې د خلکو شته  ستونزې وڅېړي او له اړوندو مسوولينو سره پرې د حل لارو موندلو  په موخه خبرې وکړي. ددې بنسټ مشري د غلام محمد خادم پر غاړه ده.
٢١-د کسب ګرو ټولنه :
دا ټولنه د ټولنو صنعت کارانو او کسب ګرو تر منځ د پيوستون په موخه جوړه شوې او هڅه کوي، چې صنعت کاران  خپل ورځني کارونه د دولت په ملاتړ  په يوه امنه فضا کې مخته يوسي. ټولنه هڅه کوي، چې د ټولنې دې قشر ته د کارموندنې او لازمو اسانتياوو په برابرولو کې کار وکړي، اوسنى مشر يې نعمت الله غني زاده دى.
 
 ٢٢-د بهارک دخلکو اصلاحي شورا:
دا شورا د بهارک خلکو د يووالي او يو موټي کېدو په موخه جوړه شوې، په ټولنه کې د پېښېدونکو ستونزو لکه نيمګړتياوو، فساد، رشوت، اختلاس او  ورته نورو ... په اړه، چې ددوى په سيمه کې پوهېږي، په خپلو غونډو او ناستو کې حل کوي. دا شورا ددې ترڅنګ د امنيت په ټينګولو کې د دولت سره هم نږدې او ښه همکاري لري.
٢٣-زنان افغان د حرفوي خدماتو موسسه :
دا موسسه هم په بدخشان ولايت کې د ښځو لپاره د بېلابېلو کسبونو د رامنځته کولو په موخه کار کوي او تل يې هڅه داده، چې د ښځينه پروژو په پلي کولو سره بې برخليکه ښځو ته د کار زمينه مساعده او د بې سرپرستۍ احساس ونه کړي. ددې موسسې مشري د نوريه کوفي پر غاړه ده .
٢٤-د افغان ښځو د فرهنګي پراختيا موسسه :
دا موسسه د ښځو د فرهنګي او اقتصادي کچې د اوچتولو په موخه جوړه شوې او له تېرو څو کلونو راهيسې د ښځو په منځ کې د وزګارتيا د کمښت په موخه کار کوي، ددې ترڅنګ دغونډو په جوړولو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د تصميم نيولو په موخه د ښځو نظرونه هم اخلي.
٢٥-کشم فرهنګي او ټولنيز بنسټ:
دا بنسټ د ملي يووالي، پيوستون او د کشم ولسوالۍ د خلکو يو ځاى کېدو په موخه جوړ شوى، په خپله سيمه کې د وزګارتيا، نا روڼتيا، د پروژې بې کيفيتۍ او ګڼو نورو ستونزو په اړه غونډې او د حل په موخه يې اقدام کوي. دا بنسټ له دولت سره همکاري کوي او تل يې د شته ستونزو په اړه دولت ته راپور ورکوي. ددې ټولنې مشري د نورمحمدعطايي پر غاړه ده.