Badakhshan moms, babies in need of medical care

فيض اباد (پژواک ٧ چنګاښ ٩٤): "ښځه مې مړه شوه، ژوند مې ډېر تريخ شوى، اوس دې ته حيران يم چې د خپلو اولادونو نفقه په لاس ګاډي پيدا کړم او که په کور کېنم، څو د اولادونو سرپرستي په غاړه واخلم."
دا د خېرمحمد وينا ده، چې کور يې د بدخشان په مرکز فيض اباد کې له ولايتي روغتون څخه شاوخوا درې کيلومتره لرې دى، چې ښځې يې روغتون ته د لېږد پر مهال ساه ورکړې ده.
نوموړى چې لاس ګاډى چلوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، يو چا ورته څو پيسې ورکړې او ښځه يې چې کله روغتون ته لېږدوله، له روغتون سره نږدې د ډېرې وينې بهېدو له امله ژوند له لاسه ورکړ.
خيرمحمد زياته کړه، چې تېره مياشت يې ٢٨ کلنې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړ، اوس يې نو ژوند ډېر تنګ شوى او نه پوهيږې چې څنګه د خپلو شپږو بچيانو سرپرستي وکړي.
هغه وويل، چې اوسمهال د خپلو بچيانو په پالنه لګيا ده او لاس ګاډى يې پرېښى دى.
هغه زياته کړه: "دوه کلن بچى مې شيدې غواړي، خو پيسې نه لرم چې شيدې ورته واخلم."
٣٥ کلن خيرمحمد وويل، اړ دى چې خپل لوى زوى چې اوه کلن او د لومړي ټولګي زده کوونکى دى، له ښوونځي وباسي، څو له خپلو څلورو خويندو او يوه وړوکي ورور سرپرستي وکړي او خپله کار وکړي، څو بچيان يې له لوږې مړه نه شي.
هغه نيوکه وکړه: " که چېرې زموږ له کور سره نږدې کلينيک وى، ښځه مې نه مړه کېده."
يواځې د فيض اباد خلک له دا ډول ستونزو سره نه دي لاس او ګرېوان، بلکې د دغه ولايت د ٢٨ ګونو ولسواليو ډېرى اوسېدونکي د لارو د لرې والي له امله له ستونزو سره مخ او دا کار د ميندو د مړينې لامل ګرځي.
 مليحه چې د قابلې په توګه د بهارک ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې دنده تر سره کوي، وويل چې د روان کاله په لومړيو کې يوه مېندواره مېرمن چې د مرکب په وسيله دغه روغتيايي مرکز ته راوړل کېده، د لارې د خرابوالي او وينې له لاسه ورکولو په پايله کې خپل بچى له لاسه ورکړ او ډاکټر په ډېرې سختۍ سره بيا د هغې درملنه وکړه او د هغې ژوند يې وژغوره.
 خو هغې وويل، چې د بهارک، ارغنچخواه، يمګان او کران و منجان ولسواليو يو شمېر مېرمنې د لارې د لرې والي له امله روغتيايي مرکزونو ته د لېږد پر مهال په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.
 يادې قابلې زياته کړه: " داسې کلي هم شته چې د ولسواليو د کلينيکونو تر مرکزونو پورې د اسونو او يا مرکب په وسيله په دوه ورځو کې رارسيږي او د ماشومانو او ميندو د مړينې شمېر د ثبت شويو شمېرو په پرتله ډېر دى، ځکه خلک د لارو د لرې والي له امله روغتيايي مرکزونو ته لاسرسى نه لري او ماشوم او مور يې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي."
 د دغه ولايت غرنى توب، د قير شويو سړکونو نشتون، کمزوري روغتيايي خدمتونه او مرکزونو کموالى؛ د دې خلکو د ستونزو لامل شوي دي.
د بدخشان د سولې شورا مشر مولوي عبدالواحد طيبي چې د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وويل چې په وروستيو درېيو کلونو کې د يادې ولسوالۍ په خوض شاه سيمه کې، درې مېنداورو مېرمنو په ځانګړي ډول د ژمي پر مهال چې نښلوونکې لارې د واورو له امله تړلې وي، ژوند له لاسه ورکړى دى.
د طيبي په وينا، د خواهان ولسوالۍ په مرکز کې يو جامع کلينيک او دغه راز د حوض شاه په سيمه کې يې فرعي مرکز شتون لري، خو فرعي کلينيک يوه قابله او يوه نرس لري چې د حوض شاه کلي لسګونه اوسېدونکو ته بسنه نه کوي.
هغه زياته کړه، کله ناکله د يادو سيمو خلک خپل ناروغان د فيض اباد ښار چې د خواهان له مرکز څخه ٦٠ کيلومټره واټن لري، لېږدوي چې دغه کار هم بې خطره نه دى او ډېرى وخت مېرمنې او د هغوى بچيان د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.
طيبي چې پخوا د ولايتي شورا مشر و، زياته کړه چې دولت بايد په يادو سيمو کې ګرځنده روغتيايي مرکزونه فعال کړي، څو کليو ته لاړ شي او د مېنداورو مېرمنو درملنه وکړي، څو د مېندو د مړينې کچه راټيټه او په پاى کې له منځه يوړل شي.
هغه زياته کړه، چې د خلکو ستونزې يې څو ځلې له چارواکو او د عامې روغتيا له کارکوونکو سره شريکې کړې، خو تر اوسه پورې د دغو ستونزو لپاره د حل لاره نه ده پيدا شوې.
روغتيايي چارواکي بيا وايي، چې د هرې ولسوالۍ په مرکز کې روغتيايي مرکزونه شته، خو ډېرى کلي د ولسواليو له مرکزونو سره ان دوه شپې ورځې واټن لري چې دغه واټن بيا د ماشوم او ميندو د مړينې لامل ګرځي.
خو دوى زياتوي چې د روغتيايي مرکزونو او ډاکټرانو د ډېروالي په پايله کې د ماشومانو او ميندو د مړينې کچه راټيټه شوې ده.
بدخشان کې د اغا خان پراختيايي شبکې د روغتيايي پراختيا عمومي پروګرامونو "ايکيدن" مسوول ډاکټر شمس علي شمس وويل، چې د يونيسف دفتر د سروې له مخې، په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې په راغ ها (يمګان، کران و منجان او تګاب ولسوالۍ) کې د سل زرو مېندوارو مېرمنو له ډلې د زېږون پر مهال ٦٥٤٠ مېرمنو ژوند له لاسه ورکړى دى.
خو هغه زياته کړه چې په بدخشان کې دغه شمېر د کلينيکونو، روغتيايي مرکزونو او د نرسنګ او قابلګۍ ښوونځيو په زياتېدو سره چې تر اوسه پورې له سلو زياتې قابلې ترې فارغې شوې چې اوسمهال دغه شمېر د سلو زرو زېږونو پر مهال ٢٣٧ ته راټيټ شوى دى.
ډاکټر شمس الدين زياته کړه چې په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې ١٤ روغتيايي مرکزونه د بدخشان په کچه موجود وو او اوسمهال څه باندې سر روغتيايي مرکزونه شته چې د د تلفاتو کچه يې ټېټه کړې ده.
 د روغتيايي پراختا د پروګرامونو"ايکيدن"  مشر په بدخشان کې د مينداورو مېرمنو په اړه وويل چې د تازه تر سره شوې سروې له مخې، بدخشان څه باندې يو ميليون وګړي لري چې ١٧٢ زره يې مېرمنې دي چې عمرونه يې د ١٤ او ٤٩کلونو تر منځ دي.
له دې شمېر نه هر کال له ٧٢ څخه تر ٧٣ پورې حمل اخلي چې ٦٣ زره يې ژوندى او خوندي زېږون کوي، خو له بدغه مرغه چې ٩ زره مېرمنې خپل ماشوم د ميندوارۍ او يا هم د زېږون پرمهال له لاسه ورکوي.
 د هغه په خبره، په بدخشان کې د شته شمېرو له مخې، تر پنځو کلونو د ښکته ماشومانو د مړينې کچه په کال کې شپږ زره کسانو ته رسېږي چې دا حالت د کورنيو په ځانګړي ډول پر ميندوارو مېرمنو ناوړه اغېز لري.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت د لسو کلونو وړاندې سروې څرګندوي چې په هرو سل زرو ميندو کې، ١٦٠٠ د هېواد په کچه مړي، خو وروستيو تر سره شوو سروې ګانو ښودلې چې د روغتيايي خدمتونو په پراختيا سره د هرو سل زره ميندو له منځه ٣٢٩ يې د زېږون پرمهال مري.
  د عامې روغتيا وزارت پخوانۍ سروې هم څرګندوي چې له دوه کلنۍ ښکته هرو زرو ماشومانو کې ١١١کسه او تر پنځو کلونو کښته عمر کې له هرو زرو ماشومانو څخه ١٢٩ ماشومن ملري، خو د نوې سروې له مخې، له دوو کلونو ښکته عمر لرونکو ماشومانو څخه د کال ٧٧ او د پنځو نه ښکته عمر لرونکو څخه د کال ٩٧ ماشومان مري.
 ډاکټرشمس په دې اړه چې ايا تر اوسه پورې د زېږون پرمهال د ميندو د مرګ او مير کچه له منځه نه ده تللې، وويل:((حامله ميندې او کورنۍ د بېوزلۍ، د حکومت د نه پاملرنې، د بدخشان د پېچلې جغرافيې او په کلو او لرې پرتو سيمو کې د وګړو د خورېدو او کلينيکو د شتون سربېره هم نه شو کولاى چې روغتيايي مرکزونو ته رسېدنه وکړو.))
هغه د کورني د غذايي خونديتوب په اړه زياته کړه، داسې شمېرې شته چې د بدخشان د وګړو ٨١ سلنه وګړي غذايي خونديتوب نه لري او دا کار ددې سبب شوې چې شاوخوا ٦٠ سلنه ميندې د ناسمو خوړو په سبب له بېلابېلو درجو سره مخ شي.
شاوخوا ٤٤ سلنه ميندې د وينې له کمښت او ٦٤سلنه نورې د ويټامين له سخت کمښت سره مخ دي چې د ماشوم ، جنين او مورګانو په وده او تکامل کې حياتي عنصر دى، مخ دي او دا شمېره څرګندوي چې په بدخشان کې د ميندو خونديتوب له خطر سره مخ دى او دا چاره څرګندوي چې بايد زياتې مرستې وشي او شته کلينيکونه او ډاکټران بسنه نه کوي.
د بدخشان مرستيال سرپرست والي ګل محمد بيدار هم وايي چې د فيض اباد ولايتي روغتون د ټولو ناروغانو اړتياوې نه شي پوره کولاى.
هغه زياته کړه چې د ډاکترانو د مياشتينۍ تنخوا کمښت چې ١٢ زره افغانۍ دۍ او د مسلکي پرسونل کمښت، د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې جدي ستونزه ده.
بيدار وويل چې د دروازو( د ماهمى، نُسى، شُکى، کوفاب او خواهان ولسوالۍ) زيات شمېر خلک د روغتيايي خدمتونو د کمزورۍ څخه شکايت کوي چې روغتيايي چارواکي بايد ورته پاملرنه وکړي.
د بدخشان سرپرست مرستيال زياته کړه، د بدخشان او تاجکستان د خارق ايالت تر منځ د شوي تړون له مخې، بېړني ناروغان له دروازه ها څخه د ايکيدن شبکې په مرسته خارق ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.
هغه په ډاګه کړه چې له دروازه ها څخه چې د تاجکستان سره پوله لري، فيض اباد ښا رته د ناروغانو راوړل ستونزمن دي ځکه چې پلي يا په څارويو سره يې وړل شاوخوا يوه اوونۍ وخت نيسي.
 د دروازها  ولسوالۍ لارې غرنۍ او سيوري کې دي چې خلک يې په کال کې شپږ مياشتې په واورو کې کلابند وي.
بدخشان د شمال خيتځو ولايتونو څخه دى چې د چين، تاجکستان او پاکستان سره ګډه پوله لري.
 د بدخشان دعامې روغتيا مشر ډاکتر نورمحمد خاوري وايي، رياست يې سږ کال په پلان کې لري چې ولايتي روغتون په يوه حوزوي روغتون بدل شي، څو د ټولو ناروغانو ستونزې خپله په روغتون کې حل شي.
هغه څرګنده کړه چې په دې کار سره به نور د بدخشان خلک اړ نه وي چې خپل ناروغان، تخار، بلخ او يا کابل ته يوسي او له بلې خوا به د ماشومانو د مړينې په برخه هم اغېز ولري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.