شاه ولي الله اديب د محمد اسلام زوى، چې په ١٣٤٨ لمريز کال کې د بدخشان ولايت په درواز ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې په خپله سيمه کې کړي او بيا پر هېواد د شوروي اتحاد ديرغل پر مهال پاکستان ته کډوال شوى  او پاتې زده کړې يې هلته ترسره کړې دي.
لېسه  او  انسټيټيوټ يې د پاکستان په پېښور ښار کې لوستي ، په اسلامي علومو، ادبياتو او عربي ژبه کې يې په افريقايي هېواد ليبيا کې ليسانسه کړى، مافوق ليسانس ديپلوم يې د سوډان له پوهنتون څخه او بيا يې ماسټري هم د خرطوم له نړيوال پوهنتون څخه اخيستې ده.؟
ددوکتورا درجه يې هم د سوډان د خرطوم له نړيوال پوهنتون څخه ترلاسه کړې، دغه راز يې په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د امريکا د متحدو ايالاتو له نړيوال پراختيا مسلکي انسټيټيوټ څخه هم سند ترلاسه کړى دى.
هغه په هېواد کې دننه او له هېواده بهر بېلا بېلې دندې ترسره کړې دې، د بدخشان تر والي کېدو مخکې  د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو رييس او وياند، د دغه وزارت د عالي شورا د غړي په توګه يې دنده ترسره کړې ده.
په پاکستان کې د کډوالۍ پر مهال د (المجاهدون ) په نامه د مجلې د ليکنې دپلاوي غړى، په ليبيا کې دافغانستان دسفارت کارکوونکى، په پاکستان، ليبيا او سوډان کې د کډوالۍ پر مهال د ځوانانو د ټولنې مسوول، په عربي ژبه ( افغانستان ) مجلې مسوول، په سوډان کې د افريقا د پوهنتون استاد او يو شمېر نورې دندې يې ترسره کړې دي.
استاد شاه ولي الله اديب تر ١٥ پورې کتابونه او مقالې هم ليکلي او په ګڼ شمېر نړيوالو کنفرانسونو او سيمينارونو کې يې ګډون کړى دى. هغه په دري، پښتو، عربي او انګلسي ژبو پوهيږي او د جمعيت اسلامي ګوند سره تړاو لري.
 
د ټېلېفون شمېره : ۰۷۰۷۶۰۸۶۹۰
د ايميل ادرس :    [email protected]