١-ګلالۍ اکبري
د بدخشان انتخابي سناتوره
 
سناتوره ګلالۍ اکبري د محمد اکبر لور، چې د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې زېږېدلې او تر ١٤ ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي. نوموړې تر دې وړاندې د ښوونکې، په سويډڼ کمېټه کې د ليډر، د اغاخان دفتر د ټولنيزې برخې د کارکوونکې، د ښوونځي د مرستيالې او د بدخشان ولايتي شورا د مرستيالې په توګه دندې اجرا کړې دي.
د اړيکې شمېره : 0799297601
 
 ٢-احمد بشير صميم
د بدخشان انتخابي سناتور
 
احمد بشير صميم د حاجي خدابخش زوى، چې په ١٣٥٣ لمريز کال د بدخشان ولايت په درايم ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي د ليسانس سند په کابل کې د طبي ټکنالوژۍ په برخه کې تر لاسه کړى او تر دې وړاندې يې د ټاکنو ګډ دفتر د کارکوونکي، د درايم ولسوالۍ پراختيايي رييس او د کندوز ولايت د ميرلين کف موسسې طبي سوپروايزر په توګه دندې اجرا کړې دي.
 
د اړيکو شمېرې : 0776481796-0706454656
 
 
   ٩٩-ميربهادر واصفي:
د بدخشان انتصابي سناتور
مير بهادر واصفي د مير محمد نبي واصفي زوى، چې  په ١٣٢٠ لمريز کال د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې زېږېدلى ، دوولسم ټولګى او دارالمعلمين يې په ١٣٤١ لمريز کال پاى ته رسولي او تر دې وړاندې يې د ښوونکي، مفتش، دلېسې د مدير، د بدخشان او تخار ولايتونو د مرستيال، د ولسمشرۍ رياست د ارشيف د مدير، په اوبو او برېښنا وزارت کې داسناد  او مامورينو او مديرانو د ارتباط مسوول، په سوداګرۍ او صنايعو خونو کې د اسنادو او ارتباط مدير، د سوداګرۍ وزارت د رخت، تارو او سُنډو شرکت د رييس، په کرنې او اوبو لګولو وزارت کې د فرهنګي سلاکار او په افغان بى سيم مخابراتي شرکت کې د قرار دادي فرهنګي سلاکار په توګه يې دندې اجرا کړې دي.
د اړيکو شمېرې : 0700801156-0700197527