طالبان کارمندان دولت در بدخشان را جريمۀ نقدى مى کنند

فيض اباد (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٤): وسله والو مخالفينو د بدخشان د شهدا  ولسوالى لار تړلې ده، د دولت کار کوونکي نغدي جريمه کوي او له خلکوباج اخلي.
د شهدا ولسوال خيرخواه محمد معروف وايي چې وسله والو مخالفينو له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دې ولسوالۍ لسګونه کلي نيولي او له بهارک سره نښلوونکې د دې ولسوالۍ لار هم پرې شوې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان هغه خلک او مسافر تلاشي کوي چې دولت سره تړاو ولري او يا په دولتي او يا غيردولتي موسسو کې دنده ترسره کوي له ٥٠ زرو تر ٢٠٠ زرو افغانيو پورې نغدي جريمه پرې ږدي.
خيرخواه زياته کړه، که هغوى پيسى ونه لري د طالبانو له لوري وهل ټکول کېږي.
د شهدا ولسوال زياته کړه،چې د دې لارې په اوږدو کې کابو ١٤٠ وسله وال طالبان فعاليت کوي او هره ورځ له خلکو باج اخلي.
نوموړي وويل: ((طالبان له هر راز ظلمونو لکه د عشر، زکات، مرستې راغونډولو او د خلکو شتمنۍ له لوټولو په کليو کې مخ نه اړوي او له دې لارې خپل ځان ته د ژوند امکانات برابروي او وسلې اخلي.))
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه يو ملي پوليس او مېرمن يې د شهدا په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري وويل چې وسله وال مخالفين د دې پوليس کور ته دننه شوي دي، لومړى يې نورالرحمن چې په امنيه قوماندانۍ کې يې د پوليس په توګه دنده ترسره کوله او مومنه د هغې مېرمن پر برچو ټپي کړي دي اوبيا يې په ګوليو ويشتلي دي.
د بدخشان د ښځو چارو مشرې ذوفنون حسام د صحرايي محکمې په توګه دا وژنه  کلکه وغندله او د داسې بوږنوونکو پېښو د عاميلينو د نيولو او مجازات غوښتنه يې وکړه.
نوموړې د دغه مطلب په څرګندولو سره چې کومې ښځې چې د طالبانو لاس لاندې سيمو کې ژوند کوي خوندي نه دي، وويل: "ماشومان هم خوندي نه دي، پلرونه او ميندې يې د سترګو په وړاندې وژل کېږي."
تېره اوونۍ د وردوج ولسوالۍ په تېرګرام سيمه کې وسله والو مخالفينو يوه ښځه د نامشروعو اړيکو په تور په دار وځړوله .
همداراز دوه مياشتې وړاندې ١٨کلنه ګلالۍ د بدخشان محکمې له لوري  يو هلک ته نکاح شوې وه،  د تره له  خوا په بهارک ولسوالۍ کې په ډزو ووژل شوه او د پېښې عامل له طالبانو سره يوځاى شو.
د شهدا ولسوال وويل چې په اقتصادي کلابندۍ کې هم را بند شوي او د لومړنيو توکو بيې خورا زياتې لوړې شوې دي.
يوه بوجۍ اوړه چې پخوا په ٨٠٠ افغانۍ وو، اوس په ١٥٠٠ افغانۍ،  يو قوطۍ لس لېتره غوړي چې پخوا په ٦٠٠ افغانۍ وو اوس په ١٥٠٠ افغانۍ پلورل کېږي، په همدې ډول د يو من منځنۍ کچې وطني وريجو بيه هم دوه چنده شوې ده.
د شهدا ولسوال وويل: ((موږ له دولت نه غواړو چې په سيمه که موجود پخواني مجاهدين د دولتي ځواکونو په اډانه کې تنظيم کړي او امنيت راولي.))
يوه ځايي اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې طالبان خلک ګواښي چې له دولت سره دې همکاري نه کوي او دوى ته دې عشر او زکات ورکړي، خو خلک بېوزله دي، د عشر او زکات د ورکړې توان نه لري.
سرچينې زياته کړه چې دولت بايد شهدا ولسوالي له طالبانو پاکه کړي او خلک له اقتصادي کلابندۍ وژغوري.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ورودج ولسوالۍ د ګزده پل چې زيباک، اشکاشم، واخان او شغنان سرحدي ولسوالۍ له يو بل سره نښلوي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د سېلاب په سبب ويجاړ شوى او خلکو ته يې ګڼې اقتصادي او مواصلاتي ستونزې پيدا کړې دي.
د بدخشان د ولايت شورا مشر احمد جاوېد مجددي وويل چې د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې يوه پنځوس کيلويي بوجۍ اوړه په ٨٥٠ افغانۍ دي، خو په دې ولسوالۍ کې په اووه زره افغانۍ پلورل کېږي.
يو پيپ پنځه لېتره غوړ چې په فيض اباد کې په ٤٥٠ افغانۍ دي، هلته په دوه زره افغانۍ دي، همداسې يوه بوجۍ دريمه درجه سېله وريجې له ١٢٠٠ افغانيو څخه پنځه زره افغانيو ته لوړې شوې، په ورته توګه د نورو اړتيا وړ توکو بيې پنځه برابره لوړې شوې دي.
مجددي وويل: ((ځايي ادارې ته مو په بيا بيا د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې رسولې، څو لږ تر لږه د بدخشان تاجکستان د پولو نه د دې خلکو د اړتيا وړ توکي چمتو کړي او يا د وردوج ولسوالي د سړک خلاصولو عملي اقدم وکړي، خو په دې برخو کې هېڅ ګام نه دى اخيستل شوى.))
د ولايتي شورا دغه غړي زياته کړه چې اوسمهال د دې ولسوالۍ خلک شتمن دي، د شهدا ولسوالۍ د (اغرده ) له لارې په کرولا موټر کې فيض اباد ښار ته سفر کوي او بهارک ولسوالۍ ته ځان رسوي، خو د شهدا ولسوالي يوه برخه له بهارک سره نښتې چې طالبان په کې فعاليت لري او مسافرينو ته ستونزې جوړوي.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وويل چې د بدخشان ولايت د سرپرست په لارښوونه د اغاخان د پراختيايي دفتر (ايکيدن) انجنيرانو  د دغه پول د سروې کار پيل کړى چې د پل به بيا رغونې سره نښلوونکې لار پرانيستل شي.
خو خاور وويل چې دا کار اوږدمهال دى او اوسمهال د دې ولسواليو خلک د شهدا ولسوالۍ له لارې فيض اباد ته  تګ راتګ کوي.
ځايي چارواکي وايي چې دا پول د سردارمحمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى چې يوه برخه يې د وسله والو مخالفينو له خوا درې مياشتې وړاندې په بمونو ويجاړه شوه او يوه مياشت وروسته بيا همدا پول د نېزونو د راوتلو په سبب په بشپړه توګه ويجاړ شو او دا لاره د ترافيکو پرمخ وتړل شوه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.