کابل (پژواک، ۱۵ وری ۹۸): د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ وايي چې د افغانستان ملي نوین جبهې رییس انوارالحق احدي له دغه ټکټ سره یو ځای شوی دی.
دغه ټاکنیز ټکټ د اسلامي جمعیت، ملي جنبش او اسلامي وحدت ګوندونو له خوا د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ او عنایت الله فرهمند او اسدالله سعادتي په مرستیالۍ جوړ او په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې له نورو ټاکنیزو ټکټونو سره د سیالۍ ډګر ته راوتلی دی.
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ یوه مطبوعاتي مسوول حکمت الله صافي پژواک ته وویل، د افغانستان د ملي نوین جبهې رییس انوارالحق احدي له پرله پسې ناستو وروسته د ثبات او همپالنې له ټاکنیز ټکټ سره یو ځای شو.
نوموړي له جزیاتو پرته وویل، د توافق له مخې به د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټکټ د بریالیتوب په صورت کې انوارالحق احدي اجرایه رییس وټاکل شي.
هغه زیاته کړه، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ د قومونو ترمنځ پر یووالي او په قدرت کې د ټولو قومونو په موجودیت باور لري.
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، انوارالحق احدي تېر ماښام د ثبات او همپالنې په ټېم سره یو ځای شو.
نوموړي ویلي، احدي د افغانستان له سیاسي څېرو څخه دی چې د بن له هوکړو وروسته له اوږدې کډوالۍ وروسته هېواد ته راستون سو او په مهمو دولتي څوکیو یې دندې ترسره کړې ده.
احدي ته یو نږدې کس هم ومنله چې نوموړی له یاد ټاکنیز ټکټ سره یو ځای شوی خو په دې اړه له جزیات ورکولو یې ډډه وکړه.
احدي تر اوسه پر مهمو دولتي څوکیو لکه د مرکزي بانک رییس، د مالیې او سوداګرۍ او صنایعو وزارتو د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.
ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.