عبدالله: شروط کرزی برای امضاى موافقتنامه امنیتی با امریکا غیرعملی است

 

کابل (پژواک، ١٠ ليندۍ٩٢): د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو کانديد عبدالله عبدالله، له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليکولو په تړاو د ولسمشر کرزي تازه شرطونه په ځانګړي ډول په راتلونکو ټاکنو پورې د هغه تړل غير عملي وبلل او دا کار يې د هغه شخصي کړنه وګڼله.

ډاکټر عبدالله له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان د راتلونکي لپاره خپل ليدلورى او کړنلاره بيان کړه او همداراز يې په هېواد کې د تازه بدلونونو ترڅنګ د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون په اړه هم غبرګون وښود.

د ولسمشريزو ټاکنو دې کانديد د حامدکرزي د تېرو ١٢ کلونو پر کړنو نيوکه وکړه  او ويې ويل، چې افغانستان په دې دوره کې د سولې او پرمختګ لپاره ښه چانسونه درلودل، خو پلي نه شول.

ده په خپله مرکه کې د بېلابېلو چارو په ځانګړي ډول د حکومتوالۍ، امنيت، اقتصاد، ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، له ګاونډيو هېوادونو، سيمې او نړۍ سره په اړيکو او اقتصاد په اړه خپل ليدلورى وړاندې کړى دى.

د دې مرکې پوره متن په لاندې ډول د پوښتنې او ځواب په بڼه وړاندې کېږي:

پوښتنه: راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ستاسو د نوماندۍ لامل څه و؟

ځواب: زه په تېرو ټاکنو کې هم کانديد وم، خپله کړنلاره او پروګرام مې خلکو ته وړاندې کړ، خلکو مې هم له کانديدۍ ملاتړ وکړ، په ټاکنو کې يې ونډه واخيسته، دا يې يو له دلايلو څخه دى.

دا چې په ژوند کې مې څه لاسته راوړنې درلودې او څه کارونه مې کړي دي، زه پرې خبرې نه کوم، خو د افغانستان د خلکو په مبارزو کې د ګډون، د سياسي کار، د افغانستان په تحولاتو او بن هوکړه ليک کې او بيا له هغه وروسته په نړيواله کچه د افغانستان په پېژندګلوۍ کې مې ونډه درلوده او بالاخره په خلاصه ډول د افغانستان د خلکو په منځ کې وم او له خلکو يم، هڅه کوم چې انشاءالله زما کار او هڅې په افغانستان کې د يوه مثبت بدلون لامل شي.

پوښتنه: ستاسو په اند، د ولسمشرۍ پست يو موقف دى که مسووليت؟

ځواب: تر دې زيات چې يو موقف (مقام) وي، يو ډېر لوى ملي مسووليت دى، يو پراخه مسووليت، پېچلتيا يې هم د افغانستان په شرايطو پورې تړلې او هغه ميراث دى، چې راتلونکى ولسمشر يې اخلي، له اوسني وضعيت څخه تاسې د دې تصور کولى شى، خو په هر صورت د افغانستان د خلکو لپاره رښتينى خدمت بنسټيزه مسئله ده، وروسته له دې بيا په ښه ډول د هېواد ليدلورى او ګټې پېژندل، د هېواد اړتياوو ته سمه پاملرنه او په اړه يې کار کول دي.

پوښتنه : سره له دې چې تاسو د ولسمشرۍ رياست يو مسووليت، پېچلى او ستونزمن کار وباله، خو د دې پېچلتياوو او ستونزو له منځه وړل به تاسو ته اسانه وي؟

ځواب: په نړۍ کې اسانه کار نه شته، په افغانستان کې هم هغو ستونزو ته په پام سره چې يادې مې کړې، هېڅوک هم نه شي کولى، په دې برخه کې د مبالغې په ډول ادعا وکړي، چې يو اسانه کار يې په مخکې دى، خو بيا هم که ستونزې هر څه وي، هغو دوو درېيو ټکو ته چې اشاره مې ورته وکړه، د يوه ليدلوري، يوې طرحې، يوه پروګرام درلودل او د يوه ټيم جوړول، ټول د دې ستونزې د هواري لپاره مهم دي، نورو هېوادونو هم د تاريخ په اوږدو کې په بېلابېلو برخو کې دا ستونزې تېرې کړي، موږ څنګه نه شو کولى پر دې ستونزو برلاسي شو؟ ستونزه شته، خو حل لاره هم لري، زموږ تکيه پر خداى(ج) ده، خو کله چې خلک په صحنه کې وي، خلک د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي او کله چې خلک نظام خپل وګڼي، دولت خپل وبولي، نو بيا يې ترڅنګ درېږي او ملاتړ ترې کوي.

پوښتنه: تاسو د حل لارې خبره وکړه، خو دې ته په پام سره، چې په هېواد کې فساد اوج ته رسېدلى، عدالت او محاکمو ته لاسرسى له ستونزو سره مخ دى، ناامني بله ستره ننګونه ده، نو ستاسې په اند، هغه مشر چې پر دې ستونزو برلاسى شي، بايد څه ځانګړتياوې ولري؟

ځواب: دا چې زموږ نظام اسلامي جمهوري دى، نو هغه څوک چې غواړي د حکومت په سر کې راشي، نو په اسلامي جمهوري کې بايد پر اسلامي جمهوري باور ولري. د هېواد پر اساسي قانون باور ولري، پر هغو ارزښتونو باور ولري، چې د ده د ملت پر وړاندې درنښت لري، همدارنګه د خلکو په ارمان او ملي ګټو عقيده ولري او بالاخره طرحه، پروګرام او کاري ټيم ولري. په دې کې شک نه شته، چې افغانستان ته د ورپېښو ننګونو د لرې کولو په موخه ډېر غوره فرصتونه له لاسه تللي او سمه ګټه ترې نه ده اخيستل شوې، خو بيا هم زموږ خلک شته، خلک چې لا هم ستونزې زغمي، خو بيا دې هم له خپل هېواد سره مينه ولري، مهمه دا ده چې بدلون وويني، په لومړي قدم کې مثبت بدلون وويني، دا مثبت تحول له يوه ځايه بايد پيل شي.

پوښتنه: تاسو د فرصتونو له لاسه ورکول ياد کړل، خو هغه ملامتي او ستونزه چې شته، په څه کې يې ګورئ؟  څه فکر کوئ، چې د حکومت د سر په سړي کې هغه ځانګړتياوې نه شته، چې تاسو يې يادونه وکړه؟

ځواب: په لومړي پړاو کې د هغه کس دولت جوړونه او ملت جوړونه ډېر زيات اغېز لري، چې د حکومت يا نظام په سر کې واقع وي، په ځانګړي ډول په افغانستان غوندې حالت کې، چې لا هم بنسټونه نه دي جوړ شوي، د قانون حاکميت لا هم د خلکو له توقع سره سم نه دى، د بن له پرېکړو وروسته مې دا ټول د ملت جوړونې او دولت جوړونې په سر کې ونيول، خو په ورته حالاتو کې که يو مشر يا سياسي مشران په دې ارزښتونو باور ونه لري، نو له دې ارزښتونو څخه بيا يواځې د واک اوږدونې د وسيلو په توګه کار اخلي، دا يوه تر ټولو مهمه مسئله ده.

وروسته له هغه بايد مديريتي وړتياوې موجودې وي، کار اهل کار ته نه سپارل يوه ستونزه ده، د اداري فساد پر وړاندې بې تفاوتي او نور ټول په سياسي ادارې پورې تړاو لري، چې په دې کې هم نيمګړتيا ده.

ليدلورى هم نه وي، مسير هم وضاحت ونه لري، په داسې يوه هېواد کې هم چې دوست او دښمن يې لا هم د اوسېدونکو او د هېواد د مشرتابه له خوا نه وي تعريف شوي، زه يې تر ټولو مهم لامل همدا ګڼم او همدارز نور په لسګونو عوامل، چې موږ ونه شواى کړى له دې فرصتونو سمه ګټه پورته کړو.

پوښتنه: که د خپلو کړنلارو په اړه ووايئ، د بېلګې په ډول د امنيت په اړه، چې ډېرى خلک يې په اړه زياته اندېښنه لري، څه ډول کولى شو امنيت خوندي کړو؟

ځواب: دا په ټولو هغو اجرااتو پورې اړوندېږي، چې يوه اداره يا يو نظام يې تر لاس لاندې لري. تر ټولو مهمه مسئله داده، چې د قانون حاکميت ته ژمنتوب او يا د قانون مراعات او پلي کول پر ټولو هېوادوالو يو ډول وي. د عدلي او قضايي بنسټونو پياوړتيا او پرې باور درلودل، د امنيتي ځواکونو په منځ کې د ملي روحيې غښتلتيا، د ملي ګټو، دوست او دښمن، مجازاتو او مکافاتو په اړه ښکاره تعريف،  کار اهل کار ته سپارل، د امنيت په خوندي کولو کې د خلکو له ملاتړه استفاده او داسې نور ټول يوه سالم مديريت ته اړتيا لري.

ځينې کسان امنيت ته د يوې تخنيکي مقولې فکر کوي؛ مثلا فکر کوي، چې د پوليسو شمېر زيات شي، نو امنيت به راشي، يا که فلانۍ پوله بنده کړو، امنيت به خوندي شي، په دې کې شک نه شته، چې د افغانستان ناامني سيمه ييز عوامل هم لري او يوه عمده برخه يې همدا لاملونه جوړوي؛ کله چې امنيت سيمه ييز اړخ ولري، نو بايد بهرني سياست ته پاملرنه وشي، څو دا ستونزه کمه کړي. فعاله ديپلوماسي ولرو، له ګاونډيو هېوادونو سره له هغو فرصتونو سمه استفاده وکړو، چې نړيواله ټولنه يې وړاندې کوي، همداسې د ملي بنسټونو، د لا غوره سمبالښت لپاره، د لا ښو زده کړو لپاره هم بايد دا فرصت وکاروو. کله چې د خلکو او حکومت تر منځ واټن ختم شي، حکومت خلک خپل وګڼي او حکومت د خلکو وي، نو وروسته خلک د امنيت په خوندي کولو کې همکار شي، کله چې خلک راتلونکي ته هيله ولري، نو مرسته کوي.

د امنيت تامين يوه اړخيزه مقوله نه ده، کله چې خلکو ته د کار زمينه مساعده وه،  همداسې د ژوند په نورو برخو کې، نو دا يو جامع بحث دى، د عدلي او قضايي سيستم اصلاح هم همداسې درواخله، کله چې يو مجرم  د اداري فساد له امله خوشې کېږي، نو په ناامنۍ لاس پورې کوي.

پوښتنه: ايا له امريکا سره امنيتي هوکړه ليک هم له امنيت خوندي کولو سره مرسته کولى شي؟

ځواب : هو! کولى شي، خو نه شو کولى چې د ټولو ستونزو (حل لاره) په امنيتي هوکړه ليک کې پيدا کړو. دا د امنيتي مسايلو يوه برخه ده، ناامني هم لکه څرنګه مې چې وړاندې وويل، د ترهګرۍ او جګړې مسئله هم چې ټول د ناامنۍ عوامل دي، ټول همدا هم نه دي، مافيايي ډلې هم شته، چې امنيت خرابوي، د نشه يي توکو مسئله هم په دې کې رول لري، امنيتي سند د دې ستونزو د هواري لپاره يوه بشپړه نسخه نه ده، خو کولى شو، چې د امنيت د خوندي کولو او ژر ثبات راوستلو لپاره ترې ښه استفاده وکړو، يانې د دې لپاره چې يو لنډ واټن ووهو، نو نړيوالو مرستو ته اړتيا لرو، ځکه موږ لا هم په خپلو پښو نه يو ولاړ.

پوښتنه : زده کړه او تحصيل هم حياتي ارزښت لري، ستاسې کړنلاره به په دې اړه څه وي؟

ځواب: د سواد زده کړې برخې ته زياته پاملرنه، د زده کړې کيفيت لوړول او د ښوونکو وضعيت ته پاملرنه، خو په دې برخه کې هم اداري فساد يوه ستونزه ده او تاسې پوهېږئ چې داسې موارد لرو، چې ښوونځى شته، ښوونکى لرو، د کاغذ پر مخ تنخوا هم اخلي، خو تعليم نه شته، حرفوي زده کړو ته پاملرنه مهمه ده، لکه څرنګه مې چې وويل، د زده کړې څرنګوالى مهم دى، نو حرفوي زده کړې هم اړينې دي.

 شروط کرزی برای امضاى موافقتنامه امنیتی با امریکا غیرعملی است

 

د ټولنې د اړتياوو د په پام کې نيولو پرته، د هېواد بچيانو ته د لوړو زده کړو د زمينې برابرول، په روزنيز سيستم کې د تبعيض ورکول، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو وضعيت ته پاملرنه، په خصوصي پوهنتونونو د نظارت رامنځته کول. په ورته وخت کې د خصوصي زده کړو هڅول، ځکه چې يواځې دولتي مدرسې نه شي کولى د تعليم په برخه کې د هېواد اړتياوې پوره کړي. بايد داسې زمينه مساعده شي، چې له يوې خوا شخصي پوهنتونونه خپل رول ولوبوي او له بلې خوا د دې برخې له تجارتي کېدو څخه هم مخه ونيول شي، چې په دې صورت کې د ښوونې او روزنې اصول تر پښو لاندې کېږي.

همدارنګه له هېواده بهر د لوړو زده کړو لپاره زمينه مساعدول، د سيمې په کچه د زده کوونکو او محصلينو ترمنځ د تجربو تبادله کول او ترې وړاندې بيا د ټکنالوجۍ له برخې څخه د نويو تجربو ترلاسه کول، له نوو زمينو او فرصتونو کار اخيستل او د زده کړو د نوي سيستم رامنځته کول هم ټول هغه څه دي، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې اغېزمن ګڼل کېږي.

پوښتنه: دې مواردو ته په پام سره، چې تاسو يې يادونه وکړه، څه فکر کوئ، زموږ روزنيز سيستم له دې ځانګړنو څخه برخمن دى؟

ځواب: ځينې کارونه شوي، چې بايد سترګې ترې پټې نه کړو، خو زياته پاملرنه په کار ده، په ځينو ځايونو کې د ورځې په اوږدو کې يو ښوونکى په څلورو وختونو (څلور ځلې) درس ورکوي، دا د ښوونې او روزنې د ټولو موازينو خلاف کار دى، زده کوونکي د سهار له شپږو د مازيګر تر پنځو په څلورو بېلابېلو دورو کې ټولګي ته ځي، دلته له يوې خوا د دوى درسي ساعتونه کمېږي، له بلې خوا ښوونکي زيات ستړي کېږي، چې دا زموږ يوه ستونزه ده.

د زده کړې د کيفيت لوړولو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې، په کميت کار شوى او هغه هم خپلې ستونزې لري، همدا اوس ځينې داسې ولسوالۍ لرو، چې په يوويشتمه پېړۍ کې هم په کې ښوونځى نه دى خلاص شوى، اسلامي زده کړې هم مهمې دي، چې خلک ورسره لېوالتيا لري، ديني مدرسو ته هم بايد پاملرنه وشي، چې دا ټول مرسته کولى شي.

پوښتنه: په ټوليزه توګه روغتيا ته د لاسرسي او روغتيايي خدمتونو په برخه کې کوم کارونه په پام کې لرئ؟

ځواب: وقايوي طب ته ډېره کمه پاملرنه شوې، يوه مشهوره مقوله ده، چې وايي، وقايه تر درملنې ارزانه ده، په دې برخه کې پاملرنه کمه شوې، اصلاً لومړيتوب له پامه غورځول شوى، په افغانستان کې د واکسيناسيون سرتاسري پروګرام عملي شوى، خو زياته پاملرنه غواړي.

د معالجوي طب په برخه کې هم موږ دولتي روغتونونه او کلينيکونه لرو او د دې څانګې خصوصي برخه هم فعاله ده، خو په دواړو مواردو کې زياتې ستونزې شته. دا ايجابوي چې په دې برخه کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په طب پوهنځيو کې زياته پاملرنه وشي. نن د لوړو زده کړو موسسو د طب برخو کې روغتيايي خدمتونه د تېرو دېرشو کلونو په پرتله کمزوري دي، چې د تاسف وړ يې ګڼم. دا ټول ايجابوي، چې په دې برخه کې له سره کتنه وشي، ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي وهڅول شي، البته د بې کيفيته درملو واردولو مخه نيول هم اړين دي.

پوښتنه: د هېواد پر ځاى بسياينې او اقتصادي برخه کې څه کړنلاره لرئ؟

ځواب: افغانستان يو کرنيز هېواد دى. کرنه، مالداري او بڼوالي هغه کسبونه دي، چې د افغانستان ډېر خلک ورسره اشنايي لري، په ځانګړي ډول په کليو کې کرنې او مالدارۍ ته زياته پاملرنه، د افغانستان د کرنيزو توليداتو لوړول او د صادراتو زمينه مساعدول، ټول هغه څه دي، چې د افغانستان له اقتصادي وضعيت سره مرسته کولى شي.

په افغانستان کې کوچني صنعتي توليدات، چې د ودې زمينه يې شته او ډېر کم ملاتړ ته اړتيا لري، خو نه دى ترې شوى. د بېلګې په ډول  په يوه وخت کې د يوې فابريکې د جوړولو لپاره د ځمکې مشخصول يوه ستونزه ده، په يوه داسې هېواد کې چې ويل کېږي، څو ميليون جريبه ځمکه يې غصب شوې، حکومت په دې نه دى توانېدلى د پانګه والو په واک کې څو زره جريبه ځمکه ور

کړي او يا نورې اسانتياوې ورته رامنځ ته کړي.

همدارنګه د خصوصي برخې لپاره د يوه مناسب چاپېريال رامنځته کول او ورڅخه څارنه، چې يوه برخه يې په اداري فساد او قانون په پلي کولو پورې اړونده ده.

د افغانستان له شته او غوره ترانزيټي وضعيت څخه سمه استفاده، د افغانستان تر ځمکې لاندې زېرمې، چې که غوره استفاده ترې وشي او اداري فساد په کې نه وي، کولى شي د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول ولري، په لنډه توګه ويلى شم، په اقتصادي لومړيتوبونو کې بياکتنه او د يوه غوره ليدلوري وړاندې کول، چې وکولى شي افغانستان له ټولو احتياجي پړاوونو څخه د پر ځان بسياينې پړاو ته ورسوي.

پوښتنه: د ګاونډيو هېوادونو، لوېديځ او امريکا په اړه ستاسو ليدلورى څه دى؟

ځواب: د افغانستان ملي ګټو او د بهرني سياست موخو ته په پام سره، موږ له ګاونډيو سره نېکو اړيکو ته اړتيا لرو، دا خپل ځاى لري، د اسلامي نړۍ او نړيوالې ټولنې سره اړيکو ته هم اړ يو، هر يو يې له خپل اهميت څخه برخمن دى.

مهمه داده، چې موږ ښه لومړيتوبونه غوره کړو، له خپل بهرني سياست څخه په واضح ډول ښه تشخيص ولرو، دا موخې وپالو، هېڅ يو يې هم نه شي کولى، چې د بل ځاى ونيسي.

که چېرته موږ وغواړو، چې د سيمې اړيکې په نړيواله کچې د خپلو اړيکو پر ځاى راولو، دا کار کوم ځاى نه لري، په دې برخه کې له موږ سره يوه فعاله ديموکراسي په سيمه ييزه او نړيواله کچه مرسته کوي.

پوښتنه: ستاسو يو مرستيال د حزب اسلامي له غړو څخه يو دى، دا ګوند په څو څانګو وېشل شوى، له دې ډلې يې يوه څانګه د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې ده، چې له دې ټاکنو سره مخالفه ده. څه فکر کوئ، له دې پلوه به څومره رايې ترلاسه کړئ؟

ځواب : موږ له يوه داسې حزب اسلامي سره هوکړه کړې او په يوه ټاکنيز ټيم کې ورسره يو، چې د افغانستان په سياسي پروسه باور لري، په ديموکراتيکه پروسه کې يې ګډون کړى او په هېواد کې يو ثبت شوى ګوند دى. په افغانستان کې هر ګوند په بېلابېلو برخو کې اغېز او خپل نفوذ لري او حزب اسلامي هم په افغانستان کې خپل نفوذ لري، ښاغلى حکمتيار يو ډېر مشخص او جدي موقف لري او خپله په ده پورې اړه لري. په دې اړه مو هغه حزب سره هوکړه کړې، چې په افغانستان کې ثبت او فعال دى، له کلونو راهيسې د افغانستان د سياسي بهير يوه برخه ده، نن هم په حکومت کې برخه لري، خو په راتلونکو ټاکنو کې زما ترڅنګ درېدلى دى.

پوښتنه: په ټاکنيز اتحاد کې ښاغلى دوستم، محقق، ضيا مسعود، صالح او نور هم، لکه اسماعيل خان شته، چې له تاسې يې ملاتړ ونه کړ، لامل يې په څه کې و؟

ځواب: د ټاکنيز اتحاد ډېرو غړو له دې ډلې جمعيت اسلامي، ايتلاف ملي افغانستان، چې څو ګوندونه په کې راټول وو، شتون درلود، د استاد محقق په مشرۍ د وحدت اسلامي مردم 

افغانستان ګوند هم و، چې ډېرو يې له دې ټاکنيز ټکټ څخه ملاتړ کړى دى.

هغوى چې په يوه بله لاره يې د تلو تصميم نيولى، نو تصميم يې د همغو موخو په برخه کې دى، چې تل يې ياداوه او يا نه، دا قضاوت د افغانستان خلک کوي، موږ هغه م

لي پروګرام ته ژمن پاتې شو، چې د ګوندونو د همکارۍ په شورا کې مطرح شوى و، موږ د ديمو کراسۍ هغه منشور ته چې د ګوندونو په شورا کې مطرح شوى و، ژمن پاتې شو او د افغانستان په کچه مو يو ټاکنيز ټيم جوړ کړ او ټاکنيز ټکټ هم په هغو درېيو څېرو پورې اړوند نه دى، چې په ټيم کې يې ګورئ، بلکې په مراتبو يو فراقومي ټيم رانغاړي، چې انشاءالله د افغانستان د خلکو په اعتماد راجلبولو به وتوانېږي.

پوښتنه: ضيا مسعود او دوستم ستاسې د دې ټاکنيز ټکټ شاملين نه دي، ايا په پيل کې ټاکل شوې وه، چې دوى ټول له يوه واحد کانديد نه ملاتړ وکړي، ستاسې نظر په دې اړه څه دى؟

ځواب: موږ د اشخاصو او شخصيتونو تصميم ته درناوى لرو، هر تصميم چې نيول کېږي، په دوى پورې اړه لري، خو هغو اصولو او پروګرام ته چې په ملي کچه مو مطح کړ

ى و، وفادار پاتې يم، څنګه زموږ دا ژمنه له خلکو سره وه او ارزښتونو ته لنډمهاله ژمنه هېڅکله هم د خلکو د اعتماد د جلب لامل نه ګرځي.

پوښتنه: ايا هغه کسان چې اوس ستاسې په څنګ کې نه دي، په راتلونکو ټاکنو کې يې د ځان پر وړاندې يو خطر ګڼئ؟

ځواب : فکر نه کوم چې سياسي فعاليتونه دې د انګېزې د ايجاد لامل شي، د دې خلاف، نه يواځې چې هغوى خطر نه ګڼم، بلکې دا مبارزه په هر حالت کې د ولسي ملاتړ او اعتماد د جلب

لپاره کوله او کوو يې، د افغانستان خلک به هم خپل قضاوت په يوه سالمه او ازاده فضا کې وکړي، چې چاته رايه ورکوي او چاته يې نه ورکوي.

پوښتنه: تاسې يو له هغو کسانو وئ، چې تل مو د سولې له بهيره شکايت کاوه، په دې برخه کې به مو کړنلاره څه وي؟

ځواب: په افغانستان کې د سولې د تامين لپاره د يوه ليدلوري او پروګرام نه شتون، چې په دې برخه کې افغان دولت له بده مرغه غفلت کړى دى. همدارنګه د دولت له خوا د سولې پروګرامونو په مخکې وړلو کې د  دولت له خوا د روڼتيا نه شتون، د بېلګې په ډول له خلکو سره ژمنې وشوې، چې په يوه کال کې به سوله راولي، خلکو داسې فکر کاوه، چې ګنې يوه ډېره جدي پروسه جريان لري.

خو څو کاله تېر شول او تراو

سه د سولې درک نشته او له دې سره سره د جنګ لمنه پراخه شوې ده، کله چې زه وايم، چې د افغانستان مطلق اکثريت د عادلانه، تلپاتې او باعزته سولې غوښتوونکي دي، د افغانستان مطلق اکثريت نه غواړي ، چې د دوی حقونه دې تر هېڅ يوه عنوان لاندې تر پښو لاندې شي او دا د افغانستان د دولت دنده ده، چې که له يوې خوا وايي، چې د افغانستان د خلکو د غوښتنو استازيتوب کوي او د خبرو لپاره دروازې پرانېزي او په خبرو

 کې لومړيتوب غوره کوي، ل

ه بلې خوا خلکو ته ډاډ ورکوي، چې يو موټى شي او د خلکو له حقونو نه دفاع وکړي، چې په خواشينۍ سره دا کار تراوسه نه دی شوی.

د يوې سالمې ادارې نشتوالی، خپله يوه ستونزه ده؛ د قانون د حاکميت نشتوالی، يواځينی لامل دی چې د خلکو باور په دولت باندې کم شي او هغه کسان چې د جنګ غوښت

ونکي دي، له دوی نه ګټه پورته کړي. په سيمه ييز سياست کې مو هم ستونزې درلودلې؛ موږ د نړيوالو هېوادونو سره په اړيکه کې ستونزې درلودلې؛ دوی له موږ سره سولې ته د رسېدو په موخه مرسته نه ده کړې.

پوښتنه: که ښاغلی کرزی په خپلو شرطونو ټينګار کوي، ترڅو له امريکا سره د امنيتي تړون وخت وځنډوي، ستاسو په اند، د دې کار پايلې به افغانستان ته څه وي؟

ځواب: دا يوه غير عملي خبره ده
عبدالله: شروط کرزی برای امضاى موافقتنامه امنیتی با امریکا غیرعملی است

چې ښاغلي کرزي دې فکر کړی وي، چې ګنې د امنيتي قرارداد له لاسليک سره سم به سوله راشي او په هېواد کې به امنيت ټينګ شي، دا يو عملي او معقول شرط هم نه دی؛ موږ د نړيوالې ټولنې ملاتړ او مرستې ته اړتيا لرو او دې ته اړ يو، ترڅو د امنيتي او نظامي مرستو په موخه د امريکې له متحده ايالاتونو سره د ګڼو مسايلو په اړه هوکړه ليک ولرو.

د امنيتي قرارداد په اړه بايد ووايم، چې ښاغلي کرزي په دې اړه خپل شخصي ملاحظات مطرح کړي دي؛ د بېلګې په توګه د ټاکنو مسئله يې را منځ ته کړې ده.

له يوې خوا وايو، چې په ټاکنو کې بهرنيان بايد لاسوهنه ونه کړي؛ يواځې دې د رڼې او قانونمندې پروسې ملاتړ وکړي او تخنيکي ملاتړ دې ولري؛ له بلې خوا ښاغلی کرزی له نړۍ (اشاره يې امريکې ته ده) د ښو ټاکنو غوښتونکی دی. دا چې د تېرو ټاکنو

 د خرابۍ لامل نړيوال او بهرنيان

نه وو، نو درغلي وشوه او عامل يې څوک وو؟ او يا څوک وو؛ خو پر جزئياتو يې نه غږېږو. يا دا چې انتخابات دويم پړاو ته ونه غځېدل، نړيوالو ژمنه کړې وه چې ټاکنې به دويم پړاو ته ځي، خو داسې ونه شوه او نړيوالو دويم پړاو ته چمتووالی درلود، کمېسيون چمتووالی درلود، انتخاباتي پاڼې يې چاپ کړې و

ې؛ زه د يوه کانديد په توګه چې بايد دويم پړاو ته تللی وم؛ تصميم مې ونيو چې لاړ نه شم؛ ځکه چې د درغلي د مخنيوي په موخه، هېڅ ډول تدابير ونه نيول شول او هېڅ ډول اصلاحات رانغلل او کوم د ټيټې کچې اصلاحات چې موږ يې وړانديز کړ

ی و، ښاغلي کرزي رد کړل.

دا تصميم مې د هېواد ګټو ته په پام سره نيولى دى، نه د کوم بهرني فشار او يا يوه بهرني هېواد د غوښتنې له امله! ګورو چې ښاغلى کرزى په دې برخه کې ځانګړي تعبيرونه لري ، چې عملي نه دي او شرطونه يې شخصي دي.

که چېرته د ښاغلي کرزي شرط دا وي، چې نړۍ دې  د دې ډاډ ورکړي، چې له کوم کانديد نه ملاتړ کوي، نو دا خپله د ټولو هغو ژمنو خلاف ده، چې نړۍ يې د افغانستان پر وړاندې لري او يا کرزي د افغانستان د خلکو پر وړاندې کړې دي.

امريکا د امنيتي سند په برخه کې خپلې موخې لري، مهمه دا ده، چې موږ يې څنګه د افغانستان د سولې او ثبات په ګټه کارولى شو، کله چې ترهګري يو ګواښ دى، نو امريکا متحده ايالاتو ته هم يو ګواښ دى او موږ بايد وکولاى شو، چې د امريکا متحده ايالاتو له همکاريو څخه د دې ګواښونو په لرې کولو او په هېواد کې د سولې ثبات په تامين کې څنګه کار اخلو.

پوښتنه په دې کې نه ده، چې امريکا د دې تړون په ژر لاسليک ټينګار کوي، بلکې زما په اند، له افغانستان نه يې د سل زره سرتېرو وېستلو مسئله مطرح ده او دا يوه پروګرام جوړولو ته اړتيا لري او فکر کوم، چې دا موضوع د توجيه وړ ده.