Outsiders don’t want peace in Afghanistan: Hilal

 
کابل(پژواک،٢ وږى ٩٢): (( دولت او بهرنيان د سولې خبرو دمخته بيولو لپاره قوي اراده نلري او داسې نښې هم نه ليدل کيږي، چې په افغانستان کې سوله راشي.))
دګلبدين حکمتيارپه مشرۍ د حزب اسلامي يوه مهم غړي قطب الدين "هلال" له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل: (( داسې ګومان کيږي ، چې بهرنيان قصداً نه غواړي ، چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.))
هغه زياته کړه، چې بهرنيان شايد خپله ګټه دافغانستان دجګړې په دوام کې وويني.
هلال زياته کړه، چې افغانان ويشلي دي او په افغانستان کې دسولې، امنيت او ثبات لپاره له هرڅه مخکې اتحاد او يوالي ته اړتيا ده .
 دحزب اسلامي ياد غړي په ځينو سياسي ګوندونو د نيوکې ترڅنګ وويل، چې يادو ګوندونو له دې وړاندې په يوه چوکاټ کې فعاليت کاوه؛ خو اوسمهال په بېلابېلو نومونو او ټوټه ټوټه شکل په افغانستان کې فعاليت کوي او ټول يو غږ نه دي؛ نو ياد ګوندونه به څنګه وکولي شي، چې نور کسان اتحاد او يوالي ته  دعوت کړي.
هغه ټينګار وکړ، تر هغه چې دافغانانو ترمنځ يوالى او اتحاد رامنځ ته نشي، واحد تصميم به ونه نيول شي او افغانان به سولې ته ونه رسيږي.
هلال وړانديز وکړ، چې افغانان بايد ديوه متحد پلاوي له لارې ، چې د ټولو لوريو د قبول وړ وي، له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې پر مخ يوسي.
 دحزب اسلامي  ياد غړي وويل، دا بهتره ده چې د سولې خبرې په افغانستان کې ترسره شي اوکه په بهر کې هم ترسره کيږي، بايد ټولې خواوې په کې شتون ولري او ياده لړۍ په قوي ارادې او ريښتنولۍ سره مخ ته يوسي.
 ټاکل شوې، چې ولسمشر کرزى دوږي په ٤ پاکستان ته سفر وکړي. په دې سفرکې، د ملا برادر په ګډون دطالب بنديانو خوشې کول، د سولې پروسې په برخه کې دپاکستان ريښتنې همکاري او دتروريزم پر وړاندې جدي مبارزه دافغانستان له غوښتنوڅخه شمېرل کيږي.
خو قطب الدين هلال د ياد سفر په اړه ناهيلي څرګنده کړه او ويې ويل: (( موږ زيات اميد نه لرو چې په دې سفرکې ټول مسايل حل شي او يا موږ ديوه نوي حرکت پر لور ولاړ شو، چې د افغانستان معضله د حل لوري ته يوسي.))
هغه زياته کړه ، چې ولسمشر څوځلې پاکستان ته سفر کړى او دا ځل به هم د مخکې سفرونو په څېر پاکستان ته سفر وکړي؛ په دې خاطر چې په پاکستان کې نوي بدلونونه رامنځ ته شوي او دنوازشريف په مشرۍ نوى حکومت جوړ شوى دى.