کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۷): د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند محمد حکیم تورسن د وروستیو نظامونو په کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل، د ملي یووالي حکومت د امنیت د ساتنې او خلکو ته د ارامۍ د راوستو په برخه کې یو ناکام نظام دی.
په سیاسي،اقتصادي، د امنیت ساتنې، د سولې بهیر، له اداري فساد سره مبارزې او له هېواد څخه د ځوانانو د تېښتې په برخو کې د حکومت ناکامي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د احتمالي نوماند محمد حکیم تورسن نورې اندېښنې دي.
 د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي نوماند محمد حکیم تورسن اوس د سیاسي او نظامي مسایلو شنونکی او «د افغانستان د مدني، حقوقي او څېړنیز سازمان» مسوول دی او په تېرو دورو کې یې هم ځان ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړی و.
 د هغه په خبره، هېواد او خلکو ته ژمن خلک یې په ټېم کې حضور لري او له اوسني وضعیت څخه د افغانستان د وتلو لپاره په ښو طرحو کار کوي.
 نوموړي له پژواک سره په یوې ځانګړې مرکه کې د پخواني ولسمشرحامدکرزي او اوسني ولسمشرمحمد اشرف غني حکومتونو پر تشکیلاتو د نیوکې ترڅنګ وویل: ((زورواکي، قومي او د جهاد او مقاومت ټیکه داران او د پردیو جاسوسان چې په تېر حکومت کې وو، لاهم په قدرت کې برخه لري.))
هغه په ډاګه کړه چې د ولسمشرغني شاوخوا ته داسې کسان راټول شوي چې ښه مخينه نه لري او نوموړي ته  ناسمې مشورې ورکوي او د مهموکسانو د لیدو کتو موکه يې محدوده کړې ده.
د ټاکنیز ټکټ رامنځ ته کول او د ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی
تورسن یادونه وکړه چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون معلوماتي کڅوړه يې د ټاکنو له کمېسیون څخه ترلاسه کړې ده او په نږدې راتلونکې کې به په رسمي ډول نوماند شي.
نوموړي خپل ټاکنیز ټکټ ته په اشارې وویل چې ټیم يې دوه مرستیالان لري؛ ډاکټرنادرشاه احمدزی د لومړي مرستیال په توګه ورسره ولاړ دی؛ خو د دویم مرستیال په اړه بحثونه روان دي.
هغه زیاته کړه: (( زموږ ټیم غواړي ژمن کسان چې پر هېواد او خلکو زړه سواندي وي او د غاصبینو، مفسدو او جاسوسو له ډلې نه وي په خپل ټکټ کې ځای ورکړي؛ څو راتلونکې کې هېواد ته د خدمت سبب شي.))
 د اجرايي ریاست پوست
تورسن د اجرايي ریاست پوست له اساسي قانون سره په ټکرکې وباله ويې ویل چې دا پوست د اشرف غنی او عبدالله عبدالله ترمنځ د یوې هوکړې له مخې رامنځ ته شوی دی او د اساسي قانون خلاف دی.
هغه زیاته کړه: ((موږ باید له اساسی قانون سره سم حرکت وکړو، اجرائیه ریاست اصلا زموږ په پلان کې ځای نه لري او هر څوک چې په دې اړه کار کوي او یا کوم غوراوی لري د اساسي قانون خلاف عمل دی او زه د اجرايي ریاست پوست سخت مخالف یم ځکه له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.))
 د لومړي وزیر پوست
محمدحکیم تورسن د دې پوښتنې په اړه چې د جمعیت ګوند له لوري د لومړي وزیر وړاندیزشوې طرحې سره موافق دی که نه؟ وویل: ((حیران یم چې ولې سیاستوال اساسي قانون ته رجوع نه کوي، زموږ نظام او حکومت ریاستي دی؛ نو صدارت له کومه ځایه شو او د اساسي قانون په کوم ځای کې ذکرشوی دی؟))
نوموړي د لومړي وزیر پوست له وخت څخه وړاندې موضوع وبلله او له نوماندانو یې غوښتنه وکړه چې له بریالي کېدو او د حکومت له جوړېدو وروسته دې د لويې جرګې د جوړېدو له لارې د لومړي وزیر پوست په اړه پرېکړه وکړي.
هغه د لوی ملي ایتلاف پرېکړې ته په اشارې وویل چې دا ډول پرېکړې له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او سخته تېروتنه کوي او تل يې د هېواد ګټې او اساسي قانون تر پښو لاندې کړی او بیا هم د اساسي قانون د نقض په لټه کې دي.
د ملي يووالي حکومت کړنې
تورسن، د اشرف غني په مشرۍ اوسنی حکومت د افغانستان په تاریخ کې یو ناکام حکومت و باله ويې ویل چې دا مهال د ملي يووالي حکومت له سیاسي، اقتصادي، امنیتي، ټولنیز او فساد سره د مبارزې په برخه کې زیاتې ستونزې لري.
نوموړي هېواد کې ناامنیو، ترهګرۍ او وحشت ته په اشارې ادعا وکړه: ((موږ په څو وروستیو کلونو کې د افغانستان یوه برخه خاوره له لاسه ورکړې ده، دمګړۍ نږدې ۶۰ سلنه خاوره د وسله والو طالبانو په واک کې ده؛ خو حکومت تر دې دمه د یادو سيمو بېرته نیولو لپاره څه نه دي کړي.))
هغه یادونه وکړه چې د حکومت د کمزوري مدیریت له امله، د هېواد ځوان بشري ځواک، له هېواده وتلی دی او سلګونه نور بیا د مختلفو عواملو په سبب خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ولسمشریزو ټاکنو یاد احتمالي نوماند زیاته کړه: ((زموږ هېواد او ولسی ته نه ښاغلي کرزي کوم کار کړی او نه هم اشرف غني! ځکه چور، تالان، ترهګري او وحشت د حامد کرزي له دورې دوام لري او اوسني حکومت ورته دوام ورکړی دی.))
 له ګاونډیو هېوادونو سره سیاست
تورسن وویل چې د سيمې او نړۍ هېوادونه په بهرني سیاست کې د هېواد او خلکو ملي ګټې په پام کې نیسي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان ګټو ته درناوی ولري.
نوموړي یادونه وکړه چې که بریالی شي، هېڅ هېواد ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، حکومت او هيڅ جریان ته هم اجازه نه ورکوي چې د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي.
په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات
تورسن د ټاکنو خپلواک کمېسیون کړنو ته په اشارې وویل: ((موږ شاهد وو چې د ولسي جرګې ټاکنې د ځینو ستونزو له امله او یوې ورځې ځنډ له امله د ټاکنو قانون خلاف ترسره شوې، کمزوري مدیران نه شي کولی چې ولسمشريزې ټاکنې مدیریت کړي.))
نوموړي دې ته په اشارې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ او نورو مشرانو په لارښوونه فعالیت کوي، وویل چې باور نه لري دا کمزوری ټیم ولسمشريزې ټاکنې په شفاف ډول ترسره کړي.
هغه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول یو ستونزمن کار وباله ويې ویل چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د افغان ولس برخلیک ټاکي، باید په خپلو پرېکړو کې سیاسي، مذهبي، قومي او نژداي مسایل په پام کې و نه نيسي او د هغو کسانو په لارښوونه چې د پردېو ګټو لپاره کار کوي عمل و نه کړي، د افغان ولس په حق کې جفا و نه کړي او حق حقدار ته وسپاري.
 د بهرنیو ځواکونو وتل
تورسن، اوسمهال په هېواد کې د بهرنیو مرستندویه هېوادونو شتون یوه اړتیا وبلله ويې ویل چې په روانو شرایطو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه هېڅ حکم نه شي کولی.
نوموړي زیاته کړه: ((په لومړي ګام کې مغرضي څېرې او کړۍ چې پر موږ حکومت کوي تصفیه کوم، له هغه وروسته به د بهرنیو ځواکو وتلو په اړه پرېکړه وکړم؛ خو اوس مهال اړتیا ده چې زموږ ځواکونه سنبال او مشورې ورکړي ، په دې تړاو به تصمیم و نه نیسي.))
د سولې بهیر
د ولسمشریزو ټاکنو یاد نوماند د دې مطلب په څرګندولو سره چې د سولې بهیر د ډاکټر نجیب الله حکومت راهيسې تر اوسه دوام لري، وویل چې اوسنى او پخوانى حکومت د سولې په برخه کې هيڅ لاس ته راوړنه نه لري.
هغه زیاته کړه: (( په هغوو ولایتونو کې چې وسله وال مخالفین راپورته شوي دي؛ ولې د هغوی مشرانو او مخورو ته رجوع و نه کړو څو هغوی ته ذهنیت ورکړو چې واک د جګړې له لارې نه ترلاسه کېږي، بلکې د سیاسي مبارزاتو پر مټ ترلاسه کيدای شي.))
نوموړي وویل چې د طالبانو مشرانو ته مهلت ورکوي چې په شپږو میاشتو کې سولې ته حاضر شي که سولې ته حاضر نه شول نو د ځپلو لپاره یې لاس په کار کېږي.
له نورو ټاکنیزو ټکټونو سره ایتلاف
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په راتلونکې کې کوم ټاکنیز ایتلاف سره د یوځای کېدو اراده لري که نه؟ وویل: ((زه په کلکه وایم چې ګټونکی یم ښاغلی غني او ټول کاندیدان په دې موضوع پوهېږي چې زه د ټاکنو ګټونکی یم، دا د ځان لپاره ننګ ګڼم چې له څو زورواکو او قانون ماتونکو سره چې د ولس په برخلیک يې لوبې کړي، هغوی سره ایتلاف وکړم، نه معامله کوم او نه معامله کونکی یم، پرېکنده دریځ لرم او یم.))
 نوموړي د خپلو خبرو په دوام دې مطلب ته اشاره وکړه چې اوسمهال داسې څېرې ملي شورا ته لار پیدا کوي چې د ځینو ملاتړ له ځان سره لري، وویل چې که واک ته ورسېږي په لومړي فرمان کې دا ډول کسان له ولسي جرګې بهر، عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې معرفي کړي.
له بل پلوه هغه وویل چې له بریا وروسته به د ارګ له شاوخوا او نورو ادارو څخه سمنټي موانع لري کړي، د ځان په ګډون يې چې ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی کېدونکی دی، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې له یو میل وسلې څخه زیاته له ځان سره ولېږدوي.