کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د سولې پر پروسې، جنيوا کنفرانس او ترسره شوو ټاکنو خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب پرون ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو سره ولیدل.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي تدامیچي یاماماتو د جنوا کنفرانس په اړه چې ټاکل شوې د نومبرمیاشتې په ۲۸مه جوړ شي، ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ته معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه، د افغان سولې بهیر او له هغه څخه ملاتړ، د جنیوا کنفرانس په لومړیتوب کې دی.
بلخوا د هېواد د ملي امنیت سلاکار له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو له دوامداره مرستو مننه وکړه او د افغانانو په مشرۍ يې د سولې له بهیر پر ملاتړ ټينګار وکړ.
سرچينې ويلي، دواړو خواوو د ولسي جرګې د بریالیو ټاکنو پر ترسره کېدو سربېره، د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر، امنیت او د جنیوا کنفرانس جوړېدو ته د چمتووالي په اړه بحث وکړ.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو وویل، د ملګرو ملتونو سازمان ژمن دی چې د سولې بهیر او نورو برخو کې له افغان حکومت ملاتړ وکړي.
د يو بل خبر له مخې، د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفیر ښاغلي جاسیم الخالدي سره هم ولیدل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان د سولې پر بهیر، د امنیت ټینګښت او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. د سعودي عربستان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو له دوامه ډاډ ورکړ.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وړاندیز وکړ چې د کابل ــ ریاض ترمنځ دې د همکاریو د پراخېدو پلان جوړېدو لپاره د دواړو هېوادونو مشترک تخنیکي پلاوی وټاکل شي چې لا زیاتو دوه اړخیزو مرستو ته زمینه برابره کړي.
Add new comment