Govt lacks answer on little gains: Mohammad Khan

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): د اجرايه رياست لومړى مرستيال وايي چې د ملي يووالي حکومت په تېرو شپږو مياشتو کې کمې لاسته راوړنې لري او د حکومت له دواړو مشرانو يې غوښتي چې ژر تر ژره دې شته ستونزې هوارې کړي.

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان دغه څرګندونې د وري په ٢٢مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت په افغانستان او سيمه کې نوې تجربه ده او په نړۍ کې يې بېلګې کمې ليدل کېږي.

نوموړى وايي چې په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت تر ټاکنو وروسته د يوه سياسي جوړ جاړي په پايله کې رامنځته شوى او انجنيرخان محمد دا يو ګټور کار وباله.

ده زياته کړه: ((د هېواد ټول اړخونه په دغه حکومت کې ځان ګوري.))

انجنير محمد خان وايي چې په حکومت کې يو شمېر ستونزې هم شته او هوارى به يې يو څه وخت واخلي.

د هغه په وينا، اجرائيه رياست په هېواد کې نوى ايجاد شوى، دا چې ولسمشر به خپل څومره صلاحيتونه اجرائيه رييس ته لېږدوي، وروسته به معلومه شي.

دى وايي: ((زه د ملي يووالي حکومت په ځينو کارونو کې له پاتې راتلو دفاع نه کوم؛ ځکه چې شپږ مياشتې ډېر وخت دى او په دې موده کې ډېر کارونه کېداى شواى چې دې حکومت تر اوسه نه دي کړي.))

د اجرائيه رييس لومړي مرستيال وويل، که څه هم په ياده موده کې په د اخل کې کم کارونه شوي، خو په نړيواله کچه حکومت ډېرې لاسته راوړنې لري.

د هغه په وينا، پر افغان حکومت د نړيوالو باور زيات شوى او اوس هم د لوړېدو په حال کې دى، له عربي نړۍ سره د اړيکو يو نوى او ښه پړاو پيل شوى او له پاکستان سره هم د باور فضا رامنځته شوې ده.

انجنير محمد خان د ملي يووالي حکومت ځينو نورو ستونزو ته په اشارې وويل چې تر اوسه کابينه نه ده جوړه شوې، په ولايتونو کې ټول کارونه سرپرستان پر مخ وړي او ګڼې نورې ادارې هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

هغه وويل، د اجرائيه رياست او ارګ تر منځ پر ځينو مواردو کلي توافق نشته، د بېلګې په توګه يې د سترې محکمې رياست، دفاع وزير، لوى درستيز  او د ټاکنيزو اصلاحاتو د کمېسيون مشري  ياد کړل.

د نوموړي په وينا، د دې تر څنګ يو شمېر نورې ستونزې شته چې دواړه لوري يې بايد د هواري لارې چارې پيدا کړي.

ده زياته کړه: ((د دغو ستونزو په اړه ملت ته واضح ځواب نه لرو.))

نوموړي ويل چې د ارګ او اجرائيه رياست شپږ کسان د دغه ملک د اداره کولو مسوولين دي، له اجراييه رييس او ولسمشر يې غوښتي چې يادو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي، کابينه او نور مسووليت معلوم او هېواد له مبهم حالت څخه اوباسي.

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال د ډاکټر عبدالله او اشرف غني تر منځ د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدو لپاره شوى تړون مغلق نه بولي او نه هم په تفسير او تعبير کې يې کومه لويه ستونزه شته.

هغه وړانديز وکړ، چې دواړه لوري دې د وزارتونو او نورو ارګانونو لپاره متخصص کدرونه پيدا او په مشورو سره دې پر دندو وګوماري.

د اجراييه رياست د بوديجې په اړه انجنير محمد خان وويل چې ولسي جرګې يې بوديجه نه ده پاس کړې، ځکه نو اوس ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د لګښتونو لپاره دوى ته يوه اندازه پيسې ورکوي.

خو نوموړي وويل چې تر څو مياشتو پورې يې له خپله جېبه خپلو ٣٠ کارمندانو ته چې ډېرى يې ساتونکي، موټر چلوونکي او ټيټ پوړي کارکوونکي وو، معاشونه ورکړي دي.

په حکومت کې د مجاهدينو د ونډې د کموالي په اړه د استاد سياف، اسماعيل خان او ځينو نورو کسانو دشکايتونو په اړه د اجرائيه رياست لومړي مرستيال وويل چې په ټوليزه توګه دا شکايت پر ځاى نه دى، خو په امنيتي برخه کې بيا دا شکايت پر ځاى دى.

هغه زياته کړه چې هېوادوالو په هېواد کې د شوروي يرغل او کمونستي رژيم پر ضد يو ميليون کسان قرباني ورکړي، اوس امنيتي وزارتونه هغو کسانو ته سپارل، چې مجاهدين يې وژلي دي، معقول کار نه دى.

د نوموړي په وينا، د غو کسانو ته مهم امنيتي وزارتونه سپارل له حالاتو سره تطابق نه کوي.

انجنير محمد خان د يمن په اړه وويل چې هلته د ولس لخوا ټاکل شوى حکومت د حوثي ملېشه وو لخوا په غير قانوني ډول ړنګ شوى چې دافغانستان په ګډون ډېرى هېوادونه ددغه کار مخالفت کوي.

هغه زياته کړه، چې ددوى په يمن کې د  ايران لاسوهنې او پر دغه هېواد دسعودي بريد نه تاييدوي.

خو هغه وايي، که چېرې حرمين الشرفين ته تهديد رامنځته شو نو دوى به دسعودي ترڅنګ ولاړ وي.